افغانستان

طالبان: په افغانستان کې د واورو او بارانونو له امله ۶۱ تنه مړه او ۱۱۰ نور ټپیان شوي

د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان وکړ چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو له امله لږترلږه ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱۰ نور ژوبل شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، کابل، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان او نورستان هغه ولایتونه دي چې تر ټولو ډېر زیان ورته اوښتی دی. په دغو ولایتونو کې ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ شوي او ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

راپورونه ښيي چې د سختې یخنۍ او واورو له امله سلګونه څاروي هم تلف شوي او په ډېری سیمو کې د تګ راتګ لارې تړل شوې دي. د پېښو پر وړاندې اداره وايي چې د زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې هڅې پیل شوې دي.