د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په وسله واله نښته کې یو تن وژل شوی او درې نور ژوبل دي.
ننګرهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وايي، دا پېښه د شېرزادو ولسوالۍ په «غاري» کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یوې کورنۍ د خپل کور واوره بهر ته غورځوله، چې د بلې کورنۍ له مخالفت سره مخ شوه.
دا نښته په پیل کې لفظي وه، خو وروسته په وسله واله جګړه بدله شوه.
ځايي چارواکي وايي چې د پېښې عاملین یې نیولي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
په دې وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو ترمنځ دا ډول وړې شخړې زیاتې شوې دي، چې کارپوهان یې لامل اقتصادي فشارونه، بېکاري او رواني نارامۍ بولي.
