سویلي آسیا

د کراچۍ ګل پلازا کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۶۰ ته ورسېد؛ ۸۸ کسان لا هم تري تم دي

انځور- ټولنیزو رسنیو څخه ګل پلازا

پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د کراچۍ پر ایم اې جناح روډ د ګل پلازا په سوداګریز مرکز کې د لټون عملیات شپږمې ورځې ته ورسېدل، چې تر اوسه پکې د ۶۰ کسانو مړي موندل شوي دي. یوازې پرون د دغې پلازا د خاورینو لوښو له یوه دوکان څخه د ۳۰ کسانو سوځېدلي جسدونه ترلاسه شول، چې د مړو شمېر یې په ناڅاپي ډول لوړ کړ.

ویل کېږي دغو کسانو د اور لګېدو پر مهال له وېرې په یاد دوکان کې پناه اخیستې وه، خو هلته ایسار پاتې شوي او ساه یې ورکړې ده.

د شته معلوماتو له مخې، په دغه بوږنوونکې پېښه کې لا هم ۸۸ تنه تري تم دي چې د موندلو لپاره یې په کثافاتو او کنډوالو کې د ژغورنې ډلو لټون دوام لري.

په وژل شویو کې د محمد شهروز، مصباح، مریم، کاشف، عامر او یو شمېر نورو هویت تثبیت شوی دی. د جنوبي سیمې مرستیال کمیشنر جاوید نبي کهوسو وایي چې د ۴۸ جسدونو عدلي طب یا پوسټ مارټم بشپړ شوی او د نورو لپاره د DNA نمونې اخیستل کېږي، ځکه د ځینو جسدونو پېژندګلوي خورا ستونزمنه ده.

د سي سي ټي وي کمرو کتل شوې ویډیوګانې ښيي چې اور د شنبې په شپه په ۱۰:۰۷ بجو د ودانۍ له شا برخې پیل شو او په یوازې ۱۱ دقیقو کې یې ځان د پلازا مخکېنۍ برخې ته ورساوه.

که څه هم په پلازا کې د ۱۲۰۰ څخه ډېر دوکانونه وو، خو د اور وژنې ډلې وتوانېدې چې له ۳۹ ساعته پرله پسې هڅو وروسته اور مړ کړي.

اوسمهال په سیمه کې د درنو ماشینونو په واسطه د کثافاتو لیرې کول د ودانۍ د نړېدو د خطر له امله درول شوي او ژغورونکي په لاسي ډول د مړو په لټه کې دي.

حکومتي چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي او هغو ودانیو ته خبرتیاوې لېږل شوي چې د اور وژنې خوندیتوب تدابیر نلري.

د ګل پلازا په دغه بوږنوونکې پېښه کې د ځاني زیانونو ترڅنګ، مالي زیانونه هم خورا درانه دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغه سوداګریز مرکز کې مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو ته هم پراخ مالي زیانونه اوښتي دي، ځکه د دغه مارکېټ په ګڼو دوکانونو او ګودامونو کې د افغانانو سوداګریز مالونه، په ځانګړې توګه برېښنايي وسایل او د کور سامانونه ایښودل شوي وو چې په دې اور کې ایره شوي دي

دا پېښه په تېره یوه لسیزه کې د کراچۍ په کچه یوه له خورا لویو مالي او ځاني زیانونو ډکه تراژیدي بلل کېږي.