هسپانیا نن د سه شنبې له ورځې په ټول هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم پیل کړ ترڅو د هغو ۴۰ کسانو یاد تازه کړي چې د یکشنبې په شپه د دوو تېز رفتار اورګاډو په ټکر کې ووژل شول.
د دغه هېواد لومړي وزیر پدرو سانچز د پېښې له ځایه د لیدنې پر مهال دا یوه ملي غمیزه وبلله او ژمنه یې وکړه چې د پېښې لاملونه به په پوره روڼتیا سره وڅېړل شي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د “ایریو” شرکت یو مساف وړونکی اورګاډی له مالاګا څخه مادرید ته پر لاره و، خو په سویلي اندلس سیمه کې له پټلۍ ووت او بلې غاړې ته له مقابل لوري له راتلونکي اورګاډي سره په ډېر شدت وجنګېد.
په دې ټکر کې دواړه اورګاډي له پټلیو ووتل او سخت زیانمن شول. تر دې دمه د ۴۰ کسانو مړینه تایید شوې، خو ځايي چارواکي وايي چې د تلفاتو شمېر ممکن لا زیات شي، ځکه د ۱۲۰ ټپیانو له ډلې د ۴۱ کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
تخنیکي چارواکي دا پېښه ځکه “خورا عجیبه” بولي چې دا ټکر په یوه مستقیمه پټلۍ کې شوی او دواړو اورګاډو په ساعت کې نږدې ۲۰۰ کیلومتره سرعت درلود، چې د دغې سیمې له مجاز حد څخه کم و.
د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې دواړه اورګاډي نوي وو او پټلۍ هم تازه رغول شوې وه، ځکه نو په لومړنیو څېړنو کې انساني تېروتنه رد شوې او ډېر تمرکز پر تخنیکي ستونزو یا زیربنايي مسایلو دی.
د پېښې له ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ژغورونکي په سختو شرایطو کې د ویجاړو شویو واګونونو ترمنځ د بند پاتې کسانو په لټه کې دي.
