افغانستان

ایټالیا له افغانستان سره ۲.۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «اوچا» وایي چې ایټالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۲.۸۹ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

اوچا ویلي چې دا مرسته کولای شي د بېړنیو شرایطو په ځوابولو او د خطر سره مخ کسانو په ساتنه کې د بشري مرستندویه بنسټونو وړتیاوې لوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایټالیا تېره اونۍ هم د افغانانو لپاره د بدیل معیشت په پروژه کې یو میلیون یورو مرسته کړې وه.

په دې تړاو د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر ویلي چې په دې پروژه کې د مرستې له لارې به د زیانمنو شویو ښځو او ځوانانو لپاره د مشروع عاید فرصتونه برابر شي.

دغه بنسټ ټینګار وکړ چې د ایټالیا دا مالي مرسته د «مشروع عاید د فرصتونو له لارې د افغان ښځو او ځوانانو د سوکالۍ ښه کولو» پروژې د دویم پړاو په چوکاټ کې ځانګړې شوې ده.

 دا پروژه په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د لومړي پړاو د ترلاسه شویو پایلو په دوام پلي کېږي.