بشري حقوق

د پاکستان پولیسو د پي-ټي-ایم مرکزي غړی ملک مجید کاکړ ونیوه

انځور- ملک مجید کاکړ

تېره شپه د بلوچستان ایالت په کچلاغ سیمه کې، چې د کویټې ښار په شمالي څنډه کې پرته یوه مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده، د پولیسو له خوا په یو ناڅاپي عملیاتو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي-ټي-ایم) مخکښ او مرکزي غړی ملک مجید کاکړ ونیول شو.

دا پېښه د شپې په داسې وخت کې رامنځته شوې چې شاوخوا دوه بجې وې او د ځايي سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو د هغه په استوګنځای چاپه وهلې او نوموړی یې له ځان سره نامعلوم ځای ته وړی دی.

ملک مجید کاکړ چې په سیمه کې د یو پېژندل شوي قومي او سیاسي فعال په توګه شهرت لري، تل یې په خپلو ویناوو کې د پښتنو د حقوقو، د لادرکه شویو کسانو د موندلو او په سیمه کې د روانې ناامنۍ پر ضد کلک غږ پورته کړی دی.

د نوموړي دا نیونه په داسې حال کې کیږي چې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو پر مدني فعالیتونو فشارونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

په تېرو څو میاشتو کې د پي-ټي-ایم او د بلوڅو د مدني حقونو د مبارزینو پر ضد یو لړ سخت ګامونه پورته شوي، چې د حکومت لخوا پر دغه غورځنګ د رسمي بندیز لګول یې یوه لویه برخه ده.

ریاستي ادارې ادعا کوي چې دا ډول حرکتونه د دولت ثبات ته خطر پېښوي، خو بلخوا پښتانه او بلوڅ مدني فعالان بیا په دې باور دي چې دوی یوازې د خپلو قانوني او انساني حقوقو غوښتنه کوي او دا نیونې د هغوی د غږ د خاموشه کولو یوه هڅه ده.

په بلوچستان او پښتونخوا کې د ورته نیونو لړۍ په ولس کې د بې باورۍ او غوسې فضا رامنځته کړې ده، ځکه چې ډیری وخت دا فعالان د واضحو تورونو پرته نیول کیږي او د قانوني لاسرسي څخه محروم ساتل کیږي.

د ملک مجید کاکړ نیول کېدل یو ځل بیا د سیمې د مدني ټولنې او بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې راپارولې دي، چې دا ډول اقدامات به په سیمه کې سیاسي کړکېچ نور هم زیات کړي.

د پاکستان حکومت تر دړې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي-ټي-ایم) ګڼ شمېر مخکښ مشران او فعال غړي په تکراري ډول زندانونو ته اچولي دي، خو د دې ترڅنګ د یاد غورځنګ د مخکښو غړو په نښه کول او وژل د جدي اندېښنې وړ بلل کیږي؛ چې یوه د بوږنونکو پېښو یوه بېلګه یې د پښتون قام د وتلي شاعر او فعال، ګیله من وزیر شهادت و چې د هېواد په زړه، اسلام اباد کې په رڼا ورځ په نښه شو.

 پي-ټي-ایم تل دا تور پورې کوي چې د دغو فعالانو قاتلین د قانون منګولو ته نه سپارل کیږي او په ازاده توګه ګرځي، چې دا پخپله د عدالت پر سیسټم لوی پوښتنې راپورته کوي.

 دغه غورځنګ په کلکه باور لري او په ډاګه وايي چې د پښتنو پر خاوره د روانې ترهګرۍ، ناامنۍ او د “نامعلومو” وسله والو تر شا د پاکستان د پوځي ادارو لاس دی، ځکه د دوی په وینا، پوځ له ترهګرۍ څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي ترڅو د پښتنو طبیعي سرچینې کنټرول او د هغوی ولسي غږ په نښه کړي.