العربیه راپور ورکوي چې د بشري حقونو فعالانو د شنبې په ورځ وویل چې د ایران په سراسري اعتراضونو کې تر ۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له اتو ورځو انټرنیټي بندیز وروسته، د انټرنیټي فعالیتونو په کچه کې د “خورا لږ زیاتوالي” راپور ورکړل شوی دی.
په امریکا کې مېشتې د “هرانا” ډلې ویلي چې دوی د ۳۰۹۰ کسانو مړینه تایید کړې ده، چې ۲۸۸۵ یې اعتراض کوونکي دي. دا شمېرې وروسته له هغه خپرېږي چې اوسېدونکو وویل، ځپونکو عملیاتو ظاهراً د اوس لپاره اعتراضونه ارام کړي او دولتي رسنیو د نورو نیونو راپورونه ورکړي دي.
پلازمېنه تهران له تېرو څلورو ورځو راهیسې نسبتاً ارامه ده؛ دا خبره هغو څو اوسېدونکو رویټرز ته کړې چې اړیکه ورسره نیول شوې وه.
اوسېدونکو، چې د خپل امنیت له امله یې د نوم له ښودلو ډډه کوله، ویلي چې د ښار په فضا کې ډرون الوتکې الوتنې کوي، خو د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د لویو اعتراضونو کومه نښه نه وه لیدل شوې. د کسپین سمندرګي په غاړه د یوه شمالي ښار اوسېدونکي هم ویلي چې هلته کوڅې ارامې برېښي.
دا اعتراضونه د ډسمبر په ۲۸مه د اقتصادي ستونزو له امله پیل شول او وروسته په پراخو مظاهرو بدل شول چې پکې په اسلامي جمهوري نظام کې د مذهبي واکمنۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کېدله.
دا لاریونونه تېره اونۍ په پراخ تاوتریخوالي واوښتل. د اپوزیسیون ډلو او یوه ایراني چارواکي په وینا، د ایران د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې په دې تر ټولو بدو کورنیو ناخوالو کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د انټرنیټي څارنې ډلې (NetBlocks) پر اکس (پخواني ټویټر) لیکلي: “شمېرې ښيي چې نن سهار په ایران کې له ۲۰۰ ساعتونو بندیز وروسته، د انټرنیټ په وصل کېدو کې خورا لږ زیاتوالی راغلی دی.” دغې ډلې ویلي چې نښلول لا هم د عادي حالت یوازې ۲ سلنه ده. په بهر کې مېشتو ځینو ایرانیانو پر ټولنیزو رسنیو ویلي چې دوی د شنبې په سهار وتوانېدل په ایران کې دننه کسانو ته پیغامونه واستوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې مخکې یې خبرداری ورکړی و که ایران اعتراض کوونکي اعدام کړي “خورا سخت اقدام” به وکړي، وویل چې د تهران مشرانو ډلهییز اعدامونه لغوه کړي دي.
هغه پر ټولنیزو رسنیو ولیکل: “زه د دې حقیقت ډېر درناوی کوم چې هغه ټول اعدامونه، چې ټاکل شوې وه پرون ترسره شي (تر ۸۰۰ ډېر کسان)، د ایران د مشرانو له خوا لغوه شوي دي. مننه!” ایران په رسمي ډول د داسې اعدامونو د پلان یا لغوه کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
هندي محصلینو او زیارت کوونکو چې له ایران څخه راستانه شوي، ویلي چې دوی په دغه هېواد کې تر ډېره په خپلو استوګنځایونو کې حصار وو او نه یې شوای کولای په کور کې له خپلو کورنیو سره اړیکه ونیسي.
په تهران کې د یوه پوهنتون د طب پوهنځي د دریم کال محصلې (ذ سیده) وویل: “موږ یوازې د خونړیو اعتراضونو کیسې اورېدې؛ یو سړي چې په لاس کې یې د اور لرګی (مشعل) و، زموږ د موټر مخې ته راغی او په سیمه ییزه ژبه یې څه چیغې وهلې، چې په سترګو کې یې غوسه ښکاره وه.”
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې سوداګریزې الوتنې شته او نوی ډیلی به په ایران کې د خپلو وګړو د خوندیتوب او هوساینې لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
