په بدخشان ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو تایید کړې چې د قیمتي ډبرو په یوه کان کې د پېښې له امله څلور تنه کان کیندونکي وژل شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار د شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د جمعې په ورځ د دغه ولایت په ‘خاش’ ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، دغه کسان په کان کې د کیندنې پر مهال مړه شوي دي.
کامګار زیاته کړې چې کان کیندونکي تر ځمکې لاندې د قیمتي ډبرو په لټه کې وو او د ډبرو ماتونکي ماشین (سنګشکن) د لوګي له امله د ساه بندۍ په وجهه یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
افغانستان د ډبرو سکرو، مرمر، سرو زرو، کاني توکو او قیمتي ډبرو په ګډون پراخې طبیعي سرچینې لري. د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو د ارزونو له مخې، د افغانستان د ځمکې لاندې سرچینو ارزښت، چې مس او لیتیم هم پکې شامل دي، تر یو ټریلیون ډالرو پورې اټکل شوی دی.
