منځنی ختیځ

د ایران د پخواني پاچا زوی له پاڅونوالو د ښارونو د مرکزي برخو د نیولو غوښتنه وکړه

د ایران د پخواني پاچا زوی، شهزاده رضا پهلوي په یو تازه او بې‌ساري پیغام کې له لاریون کوونکو غوښتي چې د اعتراضونو بڼه بدله کړي او د ښارونو د مهمو او مرکزي ادارو د نیولو لپاره عملیاتي ګامونه پورته کړي.

رضا پهلوي چې دا مهال په امریکا کې مېشت دی، په خپله تازه ویډیويي وینا کې چې پر اېکس (پخواني ټویټر) خپره شوې، د ایران ولس ته په خطاب کې وویل: «زموږ موخه نور یوازې په سړکونو کې حضور نه دی، بلکې هدف دا دی چې د ښارونو د مرکزونو د نیولو او ساتلو لپاره چمتووالی ونیسو.»

هغه له خلکو وغوښتل چې د شنبې او یکشنبې په ماښام په منظم ډول له بېلابېلو لارو د ښارونو د مرکزونو په لور مارش وکړي او د اوږد مهاله پاتې کېدو لپاره له ځان سره اړین توکي واخلي.

پهلوي نه یوازې د سړکونو پر سر د مبارزې غوښتنه کړې، بلکې پر اقتصادي رګونو د فشار راوستلو غږ یې هم کړی دی.

هغه د تېلو، ګازو، ټرانسپورټ او انرژۍ د برخې له کارکوونکو وغوښتل چې کاربندیز اعلان کړي او له دې لارې د حکومت مالي سرچینې وچې کړي. د هغه په وینا، دا کار به د نظام د ځپلو ماشین له کاره وغورځوي.

دا غوښتنې په داسې حال کې کېږي چې په ټول ایران کې له ۳۶ ساعتونو راهیسې انټرنیټ په بشپړ ډول پرې شوی دی.

 د ‘نیټ بلاکس’ ادارې تایید کړې چې دا بندیز په نږدې ټولو ولایتونو کې پلی شوی دی. ورته مهال، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو راپور ورکړی چې په تېرو ۱۳ ورځو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي چې ۹ پکې ماشومان دي.

 د راپورونو له مخې، په مشهد، تبریز، همدان او تهران کې نښتې خورا شدیدې دي او د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري هم وژل شوي دي.

رضا پهلوي په خپل پیغام کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی په خپله هم هېواد ته د ستنېدو لپاره چمتووالی نیسي. هغه وویل: «زه هم چمتو یم چې خپل هېواد ته ستون شم او د ملي انقلاب د بریا په شېبه کې ستاسو تر څنګ ودرېږم. زه باور لرم چې هغه ورځ ډېره نږدې ده.»

د ایران پخواني ولیعهد د امنیتي ځواکونو هغو غړو ته هم پیغام لېږلی چې له مخالفو ډلو سره یې اړیکې نیولې دي. ده له هغوی وغوښتل چې د ځپلو په عملیاتو کې ناغېړي وکړي او د نظام د فعالیتونو مخه ډب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مذهبي مشر علي خامنه‌یي دغه حرکتونه د امریکا او بهرنیو هېوادونو لاسوهنه بللې او د لا سخت ځپلو امر یې کړی دی.