منځنی ختیځ

زلمي خلیل زاد: ټرمپ ایران ته د پیغام په اړه جدي دی، مشرتابه دې د زور کارونې څخه ډه ډه وکړي

افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

د افغانستان او منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په وینا، ولسمشر ټرمپ تر دې دمه دوه ځله ایران ته واضح او قوي پیغام استولی، او هغوی ته یې خبرداری ورکړی چې د بنسټیز سیاسي بدلون لپاره د مظاهره‌چیانو پر ضد له مرګوني زور څخه کار وانخلي.

خلیل زاد زیاتوي چې دا پیغام د ایران د خلکو له لوري په تود هرکلي سره منل شوی او هغوی ته یې په خپله مبارزه کې نوې روحیه ورکړې ده.

خو هغه یادونه کوي چې ځینې کسان وېره لري چې ښايي د ۱۹۵۶ کال د هنګري او د ۱۹۹۱–۱۹۹۲ کلونو د عراق پېښې بیا تکرار شي، کله چې د امریکا د مشرانو څرګندونې مثبتې وې خو عملي اقدام ونه شو.

خلیل زاد ټینګار کوي چې ولسمشر ټرمپ لوبې نه کوي او هر څه چې وايي، جدي دي. هغه د ایران مشرتابه ته خبرداری ورکوي چې د ولسمشر ټرمپ خبرې په جدي ډول واوري او د زور کارونې پر لور یې ګام ونه اخلي.

همدارنګه، هغه د عراق مشرتابه ته هم سپارښتنه کړې چې د ایران پر ضد د مليشو د لیږلو مخکې له پوره احتیاطه کار واخلي، څو د ایران هغو کسانو ژوند ته خطر ونه رسوي چې د بدلون او آزادۍ غوښتونکي دي.