رویټرز خبر ورکوي چې اسراییلي ځواکونو نن پنجشنبه په غزه کې په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه څلور فلسطینیان ووژل، دا بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشول چې اسراییلي پوځ وویل، دوی په غزه کې په هغه سیمه توغندي توغولي چې د دوی پر ځواکونو ترې ناکامه برید شوی و.
د تاوتریخوالي دې تازه پېښو یو ځل بیا د اکتوبر میاشتې راهیسې شوی اوربند له خطر سره مخ کړی دی.
له سیمې څخه ډاکټرانو ویلي چې د غزې په سویل “خان یونس” کې د بېځایه شویو خلکو پر یوې خیمې د اسرائیلو په هوایي برید کې لږ تر لږه درې تنه ووژل شول او د ماشومانو په ګډون درې نور ټپیان شول.
دغه راز د دغه ښار په ختیځه برخه کې، هغه ځای ته نږدې چې اسراییلي ځواکونه پکې فعالیت کوي، په یو بل برید کې هم یو تن وژل شوی دی. اسراییلي پوځ تر اوسه د دې وژنو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې، اسراییلي پوځ ویلي وو چې دوی پر هغه ځای توغندي ویشتلی چې پر دوی ترې توغندويي برید شوی و خو د اسرائیلو خاورې ته له رسېدو وړاندې راغورځېدلی و.
اسرائیلو حماس ډله تورنه کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې دوه ځله اوربند مات کړی دی، خو حماس وایي چې دوی د دې ادعا په اړه پلټنه کوي.
د اکتوبر په میاشت کې شوی اوربند لا هم په خپل لومړي پړاو کې دی؛ په دغه پړاو کې یوازې لویه جګړه درېدلې، اسرائیل د غزې له نیمایي څخه له کمې برخې وتلی او حماس هم په بدل کې ځینې یرغمل شوي کسان او د وژل شویو جسدونه وسپارل.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان له مخې، په راتلونکو پړاوونو کې باید حماس وسله کېږدي، اسراییل نور هم شا ته لاړ شي او یوه نړیوال ملاتړ لرونکی اداره غزه بېرته ورغوي، خو په دې برخه کې تر اوسه ډېر لږ پرمختګ شوی دی.
د اوربند له پیل راهیسې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان او ۳ اسراییلي سرتېري وژل شوي دي. اوسمهال د غزې تر ۲ میلیونو ډېر خلک په خیمو او نړېدلو کورونو کې په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي.
اسراییل وایي تر هغو به بل پړاو ته لاړ نشي او نه به هم له مصر سره د رفح دروازه پرانیزي، ترڅو چې حماس د هغه وروستي اسراییلي یرغمل شوي جسد دوی ته نه وي سپارلی چې په هوکړه کې یې ژمنه شوې وه.
دواړو لورو یو بل د اوربند په سختو سرغړونو تورن کړی دی. حماس وایي چې اسرائیلو د اکتوبر له میاشتې راهیسې ۱۱۰۰ ځله اوربند نقض کړی چې په کې وژنې، بمبارۍ او د کورونو ورانول شامل دي.
له بلې خوا، حماس د وسلې اېښودلو غوښتنه رد کړې او اسرائیلو ګواښ کړی چې که حماس په سوله ییزه توګه بېوسلې نشي، دوی به بېرته خپل پوځي عملیات پیل کړي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیل راهیسې په دې جګړه کې تر ۷۱ زرو ډېر فلسطینیان او شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان وژل شوي دي.
