سیاست

پاکستان: له کابل سره ډیپلوماټیکې اړیکې لرو، خو امنیتي تضمینونه غواړو

انځور- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر انداربي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د دغه هېواد ډیپلوماټیکې لارې فعالې دي او د دوی ا وطالبانو ترمنځ اړیکې او تماسونه دوام لري.

 دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې فرضي کرښې پورې غاړې د ترهګرۍ مسلې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر حسین اندرابي په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، پاکستان په وار وار له طالب چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځپلو او د ترهګرۍ لپاره د خپلې خاورې د کارولو د مخنیوي په موخه د تایید وړ ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې خونړۍ پوځي نښتې وروسته، پاکستان څو مهمې لارې وتړلې چې تر اوسه لا پرانیستل شوې نه دي.

اندرابي ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو له افغان خاورې سرچینه اخیستونکې ترهګري د دوی لپاره د جدي اندېښنې وړ ده.

 هغه وویل چې پاکستان له افغان چارواکو څخه د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه لیکلي، د تایید وړ او کوټلي تضمینونه غواړي، ځکه د دغو لیکلو ژمنو پرته دا مسله نشي حل کېدای.

د ویاند په وینا، د ترهګرۍ د مسلې حل به د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښهوالي لامل شي، ځکه د دواړو لورو ترمنځ بله کومه لویه شخړه نشته.

بل لور ته، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر، لیفټیننټ جنرال احمد شریف چوهدري دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو ادارې د پاکستان پر پوستو بریدونه کړي چې په ځواب کې یې هغوی ته سخت پیغام ورکړل شوی دی.

هغه ادعا وکړه چې افغانستان په سیمه کې د ترهګریزو عملیاتو په مرکز بدل شوی او په وینا یې، د طالبانو ادارې له هندي لومړي وزیر سره نږدېوالی ښودلی دی.

د پاکستان د دغو تورونو په غبرګون کې، د طالبانو ادارې تل ټینګار کړی چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ مسله بللې ده.

طالب چارواکو په ځلونو ویلي چې د تورونو لګولو پر ځای باید اسلام‌اباد خپلې امنیتي خاليګاوې په خپله خاوره کې ډکې کړي او په دې برخه کې یې د تېرو نښتو پړه پر پاکستاني لوري اچولې چې د دوی په وینا، پر افغان خاوره یې بې‌بنسټه بریدونه او تېری کړی دی.