اسراییلي ځواکونو د امریکا په منځګړیتوب له شوي اوربند سره سره، د غزې په سویل کې په درنو توپخانوي او هیلي کوپټري بریدونو کې په “المواسي” سیمه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو یو خیمه په نښه کړې ده. په دغه برید کې یوه پنځه کلنه ماشومه او د هغې تره وژل شوي او څلور تنه نور چې ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د روغتیایي چارواکو په وینا، د اکټوبر میاشتې له اوربند راهیسې د اسراییلي ځواکونو لخوا د وژل شویو فلسطینیانو شمېر لږ تر لږه ۴۲۲ تنو ته رسېدلی دی.
په یوې بلې پېښې کې، د غزې په مرکزي “المغازي” کمپ کې د جګړې پر مهال یوه زیانمنه شوې پنځه پوړیزه ودانۍ نړېدلې ده. په دې پېښه کې یو ۲۹ کلن پلار او د هغه اته کلن زوی ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین مدني دفاع اداره وايي چې د تجهیزاتو د نشتوالي او د تېلو د کمښت له امله نشي کولی د داسې نورو زیانمنو شویو ودانیو خطرونه له منځه یوسي.
د فلسطیني چارواکو په خبره، په غزه کې شاوخوا ۸۸ سلنه ودانۍ د اسرائیلو په جګړه کې ویجاړې شوې او د غزې د دوه میلیونه نفوس لویه برخه اوس په خیمو او نیمه ویجاړو ودانیو کې ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اوربند هوکړه په پړاوونو کې پلي کېږي. په لومړي پړاو کې د بندیانو تبادله او د بشري مرستو زیاتوالی شامل دي. حماس ټول ژوندي بندیان او لسګونه جسدونه سپارلي او اسرائیلو هم نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي. خو بشري ډلې وايي چې اسراییلي محدودیتونه لا هم د مرستو مخه نیسي او د رفح لاره تړلې ده.
تازه راپورونه ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فشارونو وروسته، اسراییلي چارواکي د رفح دروازې “دواړو لورو” ته پرانیستلو ته چمتووالی نیسي.
دا د اسرائیلو په پخوانۍ پالیسۍ کې یو بدلون دی، ځکه وړاندې یې ویلي وو چې دا لاره یوازې له غزې څخه مصر ته د خلکو د وتلو لپاره ده.
په غزه کې ګڼ شمېر ناروغان، زده کړیالان او هغه کورنۍ چې له خپلو غړو جلا شوي، د دې لارې پرانیستلو ته په لویه تمه دي ترڅو د درملنې او زده کړو لپاره بهر ته لاړ شي.
بل پلو، اسراییل لا هم د غزې ۵۳ سلنه خاوره په خپل کنټرول کې ساتلې ده. د دوشنبې په ورځ عیني شاهدانو راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو د غزې ښار په ختیځ “زیتون” سیمه کې د استوګنې کورونو نړولو ته دوام ورکړی دی.
همدارنګه، اسراییلي پوځ ادعا کړې چې په سویل کې یې یو فلسطینی هغه مهال ویشتلی چې له ټاکل شوې “ژېړې کرښې” څخه تېر شوی و.
