د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده په خپل تازه فرمان کې هغه څه چې ده «بې ځایه تورونه او له واقعیت لیرې نیوکې» بللې دي، د رسنیو او هېوادوالو له خوا پر خپلو کسانو منع اعلان کړې دي.
نوموړي په دغه فرمان کې پر «اسلامي روایتونو» استناد کړی او ویلي یې دي چې دا کار به «جزا» ولري.
د طالبانو مشر په دې فرمان کې ویلي چې که څوک د طالبانو کسانو ته «بد رد ووایي یا یې کالي ور وشلوي»، نو مجازات به شي او د شلیدلو کالو تاوان به هم ترې اخیستل کېږي.
په ورته وخت کې هبتالله اخندزاده زیاته کړې چې که کوم کس د محاکمې پر مهال قضايي محکمې ته «سپکاوی» وکړي یا یې «ګډوډه» کړي، هم به د هغو کسانو په ډله کې راشي چې تعقیبېږي؛ مګر دا چې د محکمې له خوا ورته بښنه وشي.
هغه ویلي چې دا لارښوونه پر ټولو هېوادوالو، د طالبانو پر غړو او خبري رسنیو «شرعاً» د پلي کېدو وړ ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان (ملکی او نظامي) د بشري حقونو د بنسټونو او فعالانو له خوا د هېوادوالو په وړاندې په «ناوړه چلند، شکنجې، سپکاوي او بې حرمتۍ» تورن دي.
له دې وړاندې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو ویلي چې طالبان د خپل مشر د سختو حکمونو په پلي کولو کې په شخصي ذوق چلند کوي او کله ناکله هېوادوال «وهي ډبوي، سپکاوی ورته کوي او ځوروي یې.»
