افغانستان

د طالبانو مشر په هېواد کې د «بنګو» کښت منع کړ

انځور- افغانستان کې د بنګو یوه کرونده

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده په خپل تازه فرمان کې په ټول هېواد کې د چرسو د بوټي یا «بنګو» کښت منع اعلان کړی دی.

د طالبانو د مشر په دغه لارښونه کې راغلي چې له دې وروسته «هیڅوک نه شي کولای په خپلو ځمکو کې بنګ وکري»، که نه نو هغه کښتونه به یې چې «بنګ» پکې وي، له منځه یووړل شي.

هبت‌الله اخندزاده د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو نورو کشفي بنسټونو ته امر کړی چې سرغړونکي ونیول شي او محکمې ته معرفي شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په ګډون نړیوالو سازمانونو له دې وړاندې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د نشه يي توکو د منع په اړه د طالبانو له امر وروسته د هغو کښت کم شوی، خو د «میتامفتامین یا شیشې» تولید او قاچاق د تېر په پرتله زیات شوی دی.

 د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان لمریز کال د وږي میاشتې په بیانیه کې افغانستان د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د مخدره توکو د تولید او ترانزیټ د مهمو هېوادونو په کتار کې وباله.

ټرمپ وویل چې افغانستان له څلورو نورو هېوادونو سره یوځای په تېر کال کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په ژمنو کې پاتې راغلی دی.

په دې بیانیه کې پر دې هم ټینګار شوی چې د طالبانو یو شمېر غړي د نشه يي توکو له سوداګرۍ ګټه اخلي او په نړیوالو بازارونو کې یې د جریان له ساتلو سره مرسته کړې ده.

له بلې خوا، د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو په همدې میاشت کې وویل چې د طالبانو له اقداماتو سره سره، په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق وضعیت لا هم پېچلی پاتې دی.

هغه دا خبرې د «روسیسکایا گازتا» په دولتي ورځپاڼه کې په یوې مقاله کې کړې وې چې ټاس خبري اژانس هم خپره کړې وه. شویګو اعتراف وکړ چې طالبان د نشه يي توکو د قاچاق په «کمول» کې بریالي شوي خو خبرداری یې ورکړ چې نوي ګواښونه رامنځته شوي دي.