الجزیره راپور ورکوي د امریکا متحده ایالاتو لخوا د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو تښتول، له تهران سره د واشنګټن د احتمالي نظامي ټکر په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي. کارپوهان خبرداری ورکوي چې په کاراکاس کې د امریکا دا پوځي اقدام له ایران سره د جګړې لپاره یو نوی تحرک رامنځته کوي او په سیمه کې ډیپلوماسۍ ته یو بل کلک ګوزار ورکوي.
د مادورو له نیول کېدو یوازې څو ساعته وروسته، اسراییلي سیاستوال یایر لاپید تهران ته په اشارې سره وویل چې په ایران کې واکمن رژیم باید هغه څه ته ډېر پام وکړي چې په وینزویلا کې پېښ شول.
راپور کې راغلي له واک څخه د مادورو دا زورزیاتي لرې کول په داسې حال کې وشول چې یوازې څو ورځې وړاندې ولسمشر ډونالډ ټرمپ له بنیامین نتانیاهو سره په کتنه کې یو ځل بیا پر ایران د نویو بریدونو ګواښ کړی و. که څه هم له کاراکاس او تهران سره د واشنګټن د جنجالونو ریښې توپیر لري، خو شنونکي وايي چې د مادورو پر ضد د ټرمپ دا حرکت له ایران سره د جګړې چانس بې ساري حد ته رسولی دی.
د امریکا مېشتو ایرانیانو ملي شورا مشر جمال عبدي وايي چې دا ډول بېقانوني نړیوال ثبات له منځه وړي او ممکن ایران دې ته اړ کړي چې د ځان ساتنې لپاره داسې اقدامات وکړي چې پوځي غبرګون وپاروي، لکه د اتومي وسلو جوړول یا پر امریکایي ګټو بریدونه.
د نړیوالې پالیسۍ مرکز غړې نګار مرتضوي هم وايي چې په وینزویلا کې د امریکا اقدامات د ټرمپ سختدریځي ښيي او د ډیپلوماسۍ چانس یې نږدې صفر ته رسولی دی، ځکه تهران نه غواړي د تسلیمۍ په ډول له واشینګټن سره خبرې وکړي.
د مادورو په نیولو سره د ایران د متحدینو شبکه نوره هم په نښه شوې، ځکه تر دې وړاندې په سوریه کې د بشارالاسد سقوط او په لبنان کې د حزب الله کمزوري کېدو ایران لا دمخه اغېزمن کړی و.
ایران د امریکا دغه برید په کلکه غندلی او هغه یې د ملګرو ملتونو د منشور خلاف یو غیرقانوني تېری بللی دی چې نړیوال امنیت له خطر سره مخ کوي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اشاره کړې چې د مادورو تښتول د ټرمپ د ټولو سیالانو لپاره یو روښانه پیغام دی چې هغه پر خپلو ګواښونو عمل کوي.
بلخوا د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنهیي په خپل تازه غبرګون کې ټینګار کړی چې دوی به دښمن ته سر ټیټ نه کړي او دښمن به په ګونډو کړي.
تېره اونۍ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې که ایران خپل اتومي یا توغندیز پروګرامونه بیا پیل کړي، دوی به یې په کلکه وځپي. اسراییلو وار دمخه د جون په میاشت کې پر ایران پراخ بریدونه کړي وو چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر پوځي مشران او ساینسپوهان ووژل شول او امریکا هم د ایران درې اصلي اتومي سایټونه بمبار کړل. که څه هم ټرمپ دا بریدونه یو بریالیتوب بولي، خو د ایران نظام لا هم پر خپل ځای پاتې دی او په سلګونو توغندیو سره یې د اسراییلو پر ضد ځوابي بریدونه کړي دي.
د سیاسي چارو پوهان وايي چې په ایران کې به د وینزویلا په څېر د «تښتولو» عملیات خورا ستونزمن او خونړي وي، ځکه ایران د غچ اخیستو پراخه وړتیا لري. خو بیا هم په وینزویلا کې د مادورو تر نیول کېدو وروسته د واک پر سر کشالې ښودلې چې ټرمپ غواړي په ټوله نړۍ کې د امریکا د نفوذ ساحه پراخه کړي او د هر هغه چا مخه ونیسي چې د ده له غوښتنو سره مخالفت کوي.
