سوداګري

د نوي کال له پیل سره سم د سرو او سپینو زرو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې

انځور- له ارشیف څخه

د ۲۰۲۶ کال په دویمه ورځ په نړیوالو بازارونو کې د قیمتي فلزاتو بیې یو ځل بیا په خورا توپیاړې توګه پورته شوې. دا زیاتوالی په داسې حال کې راځي چې تېر ۲۰۲۵ کال هم د سرو زرو لپاره یو بې‌ساری کال و، خو اوس د سیمه‌ییزو شخړو تودېدو او د سود نرخونو د کمېدو هیلو، د سرو زرو او سپینو زرو بازار نور هم ګرم کړی دی.

په دې اړه دالعربیه د خبر له مخې د جمعې په ورځ په نړیوالو معاملو کې د یو اونس (چې شاوخوا ۲۸.۳ ګرامه کېږي) سوچه سرو زرو بیه ۱.۳ سلنه لوړه شوه او ۴،۳۷۲ ډالرو ته ورسېده. که دا حساب په ګرام وکړو، نو د یو ګرام سرو زرو بیه نږدې ۱۵۴ ډالره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال سرو زرو په مجموعي ډول ۶۴ سلنه ګټه کړې وه، چې په تېرو ۴۶ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

اقتصادي شنونکي وايي، سره زر ځکه نوی کال په ګټه پیلوي چې په نړۍ کې سیاسي او اقتصادي حالت لا هم د ډاډ وړ نه دی او پانګوال د خپلو پیسو د خوندي ساتلو لپاره تر ټولو ډاډمنه لاره د سرو زرو پېرل بولي.

د سرو زرو تر څنګ، سپینو زرو هم په بازار کې ریکارډ مات کړی دی. د سپینو زرو بیه په یوه ورځ کې ۲.۸ سلنه لوړه شوه او ۷۳.۳۰ ډالرو ته ورسېده. سپینو زرو تېر کال ۱۴۷ سلنه ګټه کړې وه، چې دا د دغه فلز په تاریخ کې تر ټولو غوره پایله وه.

د سپینو زرو د بیو د لوړېدو لوی لامل دا دی چې اوس په صنعتي چارو کې ترې ډېره ګټه اخیستل کېږي او په بازارونو کې یې اندازه کمه شوې ده.

اوسمهال د نړۍ ټول پام د امریکا مرکزي بانک ته دی. پانګوال تمه لري چې دغه بانک به سږکال لږترلږه دوه ځله د سود نرخونه راټیټ کړي. تجربه ښيي چې هرکله د سود نرخونه کم شي، نو د سرو زرو او نورو قیمتي فلزاتو بیې په اتومات ډول پورته ځي.

همدارنګه نور قیمتي فلزات لکه پلاټینیم ۳.۱ سلنه او پالډیم ۲.۲ سلنه پورته شوي دي، چې دا هم د نوي کال په پیل کې د دغه سکتور لپاره یو مثبت خبر دی.