د طالبانو تر مدیریت لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي دي چې د روان لمریز کال په لیندۍ میاشت کې، د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې ۴.۲ سلنه لوړوالی ښيي.
د دغې ادارې په وینا، په دې کې ۳.۵ سلنه د بېلابېلو غلو په نرخونو کې، ۱۳.۹ سلنه د تېلو په نرخونو کې او ۲۹ سلنه د مختلفو سبزیجاتو په نرخونو کې زیاتوالی راغلی دی.
یادې ادارې په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د نا خوراکي توکو په بیو کې ۱.۹ سلنه، د کالیو او پوښاک په برخه کې ۳.۱ سلنه او د درملنې په برخه کې ۱۷.۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې په وینا، د روان کال په لیندۍ میاشت کې د مصرفي توکو د شاخص میاشتنی تورم ۲.۸ سلنه زیاتوالی ښيي، چې ډېری لامل یې د خوراکي او نا خوراکي توکو د بیو لوړېدل دي.
دغه راز دې ادارې زیاته کړې چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې د ټکي په ټکي تورم، د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۹.۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې او دتګ راتګ لارې له دریو میاشتو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ پر مخ تړل شوې دي؛ هغه اقدام چې د کارپوهانو په باور، په بازارونو کې د وارداتي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوی دی.
تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې د ۶ څخه تر ۶.۵ ملیارده ډالرو په ارزښت د افغان سوداګرو وارداتي توکي د پاکستان په بندرونو او لارو کې بند پاتې دي.
د دغې خونې د مدیره هیئت غړي خان جان الکوزي آمو ته وویل چې ډېری دا توکي د ټرانزیټ په ډول د پاکستان له لارې افغانستان ته راوړل کېدل او د لارو له تړل کېدو وروسته، په کراچۍ بندر، تورخم او سپین بولدک کې بند پاتې دي.
د هغه په وینا، په پاکستان کې د افغانستان د وارداتي توکو له ۱۱۵۰۰ څخه زیات کانټینرونه ولاړ دي.
هغه زیاته کړه: «دا توکي خرابېږي، وخت یې تېرېږي او هره ورځ افغان او پاکستاني سوداګرو ته نږدې ۲ ملیونه ډالره زیان رسېږي.»
