افغانستان

د سالنګ لویه لاره د مسافروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

انځور- شمالي سالنګ له ارشیف څخه

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو (فواید عامې) وزارت وايي چې د سالنګ لویه لاره د مسافروړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوې ده.

 د سالنګ لویه لاره د دوشنبې په نیمه شپه د درنې واورې، توپان او د لید ساحې د محدودیت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه

د طالبانو د ادارې د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس (ټویټر) کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اوسمهال د تګ راتګ یوه کرښه پاکه شوې او هغو موټرو ته چې د دغې لويې لارې دواړو خواوو ته منتظر وو، د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

طالبان ټینګار کوي چې د دغې لارې د پاکولو چارې لا هم دوام لري ترڅو د ټولو موټرو د تګ راتګ لپاره لاره هواره شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، که چیرې د واورې ورېدل او توپان ودرېږي، نو دا لویه لاره به نن پنجشنبه د مرغومي تر ۱۱مې نېټې پورې په بشپړ ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.