بشري حقوق

د سویس د همکاریو د سازمان استازي له طالبانو سره د زندانیانو پر وضعیت خبرې کړې

د سویس د همکاریو سازمان استازي او د طالبانو د زندانیانو چارو ادارې مرستیال عکس

په افغانستان کې د سویس د همکاریو د سازمان استازي اریک مارکله، د طالبانو د زندانونو د چارو د ادارې د پالیسي او مسلکي چارو له مرستیال سره لیدنه کې د زندانیانو د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د رعایت او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د زندانونو د چارو د ادارې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د یادې ادارې مرستیال ادعا کړې، چې زندانونه د «اصلاحي او ښوونیزو» مرکزونو په بڼه بدل شوي او زندانیانو ته د دیني، عصري او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

ورته وخت کې، د طالبانو د زندانونو اداره وايي، د سویس د همکاریو له سازمانه یې غوښتنه کړې، چې د زندانیانو د خوړو د ښه‌والي، د صحي تجهیزاتو د برابرولو، د درملنې د مرکزونو د جوړولو، د متخصصو ډاکترانو د ګومارلو، د ښځینه زندانیانو لپاره د ورزشي اسانتیاوو د رامنځته کولو او دغه راز په زندانونو کې د لمریزې برېښنا د سیستمونو د جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سویس د همکاریو د سازمان استازي ژمنه کړې، چې دغه غوښتنې به وڅېړي.

د سویس د همکاریو سازمان تر اوسه د دې لیدنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې، طالبانو ویلي وو چې له ۱۱ زرو څخه زیات کسان په زندانونو کې ساتل کېږي، چې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه یې ښځې دي.

د طالبانو د زندانونو وضعیت د دې له امله چې د بشري حقونو بنسټونو ته زندانونو ته لاسرسی نه شته، له جدي ابهامونو ډک بلل کېږي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې، ناوړه چلند او د زندانیانو د حقونو د سرغړونو راپورونه ورکړي دي.

طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې سلګونه پخواني حکومتي چارواکي، خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان او د پوهنتونونو استادان نیولي او زنداني کړي دي.

یوناما په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال د اګست څخه د ۲۰۲۳ کال تر اوړي پورې یې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو تر ۱۶۰۰ زیاتې پېښې ثبت کړې دي، چې نږدې نیمايي یې د «شکنجې او سخت او غیرانساني چلند» موارد دي.

دغه موده کې، د شکنجې او یا هم د غیرانساني چلند ۱۴۴پېښې د هغو کسانو پر وړاندې ثبت شوې دي، چې ډېری یې د پخواني حکومت غړي، امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو مدافعان او فعالان وو.

سره له دې، د طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې مشر تر دې وړاندې ادعا کړې وه، چې د طالبانو په زندانونو کې هېڅ ډول شکنجې نشته .