د قزاقستان چارواکي وايي، چې په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د غنمو صادرات زیات شوي او افغانستان د قزاقستان د غلو له مهمو صادراتي لارو څخه شمېرل کېږي.
د قزاقستان د کرنې وزارت او د دغه هېواد د اورګاډي شرکت د معلوماتو پر بنسټ، قزاقستان د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر څخه د ډسمبر تر ۱۹مې پورې، په ټوله کې ۳.۹ میلیونه ټنه غله جات صادر کړي دي.
دا کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ۳.۴ میلیونه ټنو زیاتوالی ښیې.
د دغو شمېرو له مخې، افغانستان ته د قزاقستان د غلو صادرات ۳۶.۸ سلنه زیات شوي او له ۱۹۰ زره ټنو څخه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېدلي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت ویلي، چې دا زیاتوالی د دغه هېواد دودیزو بازارونو ته د صادراتو د عمومي ودې برخه ده.
د افغانستان تر څنګ، ازبکستان ته د قزاقستان د غلو صادرات هم ۳۵ سلنه زیات شوي او له ۱.۳۱۵ میلیونه ټنو څخه ۱.۷۷۴ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.
دغه راز، قرغزستان ته صادرات له ۵۹ زره ټنو څخه ۱۲۲ زره ټنو ته لوړ شوي، چې له دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، په سیمهییزو او ګاونډیو بازارونو کې دوامداره تقاضا د نوي حاصلاتو د غلو د صادراتو د زیاتوالي اصلي لامل دی.
په ورته وخت کې، د قزاقستان د کرنې وزیر، حیدربیک ساپاروف، د ډسمبر په ۲۴مه په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د دغه هېواد د غلو د صادراتو ټولیز ظرفیت شاوخوا ۱۳ میلیونه ټنه اټکل شوی او دا مهال د قزاقستان غله ۴۵ هېوادونو ته صادرېږي.
هغه ټینګار کړی، چې د غلو فعاله صادرات د قزاقستان د کورني بازار د ثبات لپاره مهم رول لري، ځکه دا هېواد د خپل کورني اړتیا په پرتله دوه تر درې برابره غله تولیدوي او د اضافي حاصلاتو صادرات د بیو د فشار په کنټرول کې مرسته کوي.
په ورته وخت کې، رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ څخه د اکتوبر تر میاشتې پورې د قزاقستان د بهرني تجارت ټولیز حجم شاوخوا ۱۱۶.۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله لږ کموالی ښيي.
د دغو معلوماتو له مخې، د قزاقستان د صادراتو ارزښت په دې موده کې ۴.۶ سلنه کم شوی او ۶۴.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، خو واردات بیا ۴.۷ سلنه زیات شوي او ۵۱.۷ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي دي.
افغانستان ته د قزاقستان د غنمو د صادراتو زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې افغانستان لا هم د سیمې له سترو خوراکي توکو واردوونکو هېوادونو څخه دی او د ګاونډیو هېوادونو د غله جاتو په بازارونو کې بدلونونه کولای شي د افغانستان د خوړو د تأمین پر وضعیت اغېز ولري.
