متحده ایالتونو اعلان کړی، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د لسګونو میلیونو خلکو د بشري مرستو لپاره ۲ میلیارده ډالره ځانګړي کوي؛ خو افغانستان د دغو مرستو د لومړنیو ترلاسه کوونکو په لېست کې نه دی شامل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (د جدی ۸مه) ویلي، چې دا هېواد د نړۍ په کچه د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲ میلیارده ډالرو ژمنه کوي؛ خو افغانستان، یمن او د فلسطین سیمې د هغو هېوادونو په لومړني نوملړ کې نه دي شامل، چې دا مرستې به ترلاسه کوي.
ټاکل شوې دا مرستې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د وېش د نوي میکانېزم له لارې او د دې سازمان د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په وسیله ووېشل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، ویلي دي: «دا نوی میکانېزم د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په عادلانه وېش کې له نورو پرمختللو هېوادونو سره مرسته کوي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د سرچینو ضایع کېدل راکم کړي، د تکراري کارونو مخه ونیسي او د اغېزمنتیا، حساب ورکونې او پیاوړي نظارت اصولو ته ژمن پاتې شي.»
خو اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې افغانستان او یمن، چې د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، د دغو مرستو د لومړنیو ترلاسه کوونکو په نوملړ کې نه دي شامل شوي؛ ځکه واشنګټن اندېښنه لري، چې دا مرستې ښايي طالبانو او د حوثي یاغیانو لاس ته ولوېږي.
په همدې مهال، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر، ټام فلېچر، ویلي چې ملګري ملتونه به هڅه وکړي د دغو سیمو لپاره د نورو بسپنهورکوونکو ملاتړ جلب کړي، څو د مرستو تمویل باوري شي.
تر دې وړاندې، د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ د افغانستان په ګډون د نړۍ لپاره د امریکا نړیوالې مرستې په څرګند ډول راکمې کړې وې او ټینګار یې کړی و، چې د افغانستان لپاره د امریکا میلیاردونه ډالر مرستې ښايي د طالبانو لاس ته ولوېږي؛ له همدې امله د امریکا مرستې افغانستان ته درول شوې.
ملګرو ملتونو بیا بیا خبرداری ورکړی، چې د دغو مرستو کمېدل یا بندېدل کولی شي په افغانستان کې د لوږې بحران لا پسې ژور کړي، میلیونه وګړي ــ په ځانګړې توګه ښځې او نجونې ــ له ژوند ژغورونکو خدمتونو بېبرخې کړي او د میندو د مړینې کچه لوړه کړي.
اقتصادي کارپوه سیر قریشي وایي: «له اقتصادي پلوه هم د مرستو کمېدل د سیمهییزو بازارونو د نغدو پیسو بهیر کموي، چې دا چاره پر کوچنیو تشبثونو منفي اغېز کوي.
دغه مالي بندیزونه، که څه هم د طالبانو پر وړاندې فشار یو څه کم شوی، خو په عمل کې د مرستو رسېدل ورو او لګښتي کوي، چې په پایله کې د بشري بحران بیه لوړېږي.»
په ورته وخت کې، یو شمېر عام افغانان وایي، چې د طالبانو د پالیسیو او پرېکړو قربانیان شوي او د بشري مرستو له نهرسېدو زیان ویني.
یو افغان وګړي ویلي: «موږ د خوړلو لپاره څه نه لرو، موسسې هم نشته چې موږ ته مرسته راکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، افغانستان د نړۍ د بشري مرستو د اړتیاو لیست په سر کې ځای لري او تمه ده په ۲۰۲۶ کال کې ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
