نن سېشنبه په کابل ښار کې د یوه هوایي پُل د جوړولو چارې چې له صدارت چوک څخه تر جوی شیر سړک پورې غځېږي، پیل شوې.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې وویل چې دا پُل به ۲۸۳ متره اوږدوالی او ۱۸ متره سور ولري. د هغه په وینا، دا پروژه به د ۴۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت تطبیق شي.
د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو رئیس، فایق احمد تسل، دا پروژه لویه او ستراتیژیکه وبلله او ویې ویل چې دا پُل به د صدارت چوک له سړک څخه د جوی شیر تر نوي اتصالي سړک پورې جوړ شي. دا پُل په دواړو لورو کې دوه-دوه لینونه (تګ او راتګ) لري او په وینا یې «د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره» ډیزاین شوی دی.
د هغه په خبره، دا پُل د رمپونو (لوپونو) درلودونکی دی چې له هغو څخه به له شهرنو څخه سالنګ واټ او له سالنګ واټ څخه جوی شیر جادې ته د ترافیکو په لیږد کې ګټه اخیستل کېږي.
سلام حنفي د کابل په نورو برخو کې د دوو ورته پروژو په اړه هم خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې د کابل ښار په برکي چوک کې دوه پُلونه تر کار لاندې دي چې یو یې ۴۷۰ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري او چارې یې ۴۵ سلنه مخکې تللې دي. د هغه په وینا، د برکي چوک د هوایي پُل لګښت ۵۸۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
حنفي دا هم وویل چې په دویم ګام کې به په همدې چوک کې یو بل هوایي پُل هم جوړ شي چې مجموعي لګښت به یې ۷۶۲ میلیونه افغانۍ وي.
