العربیه راپور ورکوي چې په ایران کې د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او د ملي پولي واحد (ریال) د ارزښت د بې مخینې سقوط له امله، په پلازمېنه تهران کې په زرګونو هټۍوالو او سوداګرو خپل کاروبارونه بند کړي او په پراخو اعتراضونو یې لاس پورې کړی دی.
دغه ولسي لاریونونه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په وروستیو ورځو کې هغه مهال پیل شول چې د ډالر په وړاندې د ریال ارزښت تاریخي ټیټې کچې ته راولوېد او د خوراکي توکو بیې یې په سرساموونکي ډول لوړې کړې.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغو ولسي اعتراضونو په غبرګون کې د هېواد د کورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې د معترضینو «مشروع غوښتنو» ته غوږ کېږدي او د ستونزو د حل لپاره د هغوی له استازو سره خبرې وکړي.
پزشکیان په خپلو څرګندونو کې وویل چې حکومت باید د خلکو د اقتصادي ستونزو په وړاندې مسوولانه چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تهران له مرکزي برخو څخه داسې راپورونه او انځورونه خپاره شوي چې امنیتي ځواکونه د لاریون کوونکو د خپرولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخلي.
د ایران د قضايه قوې مشر غلام حسین محسني اژهيي هم د اسعارو په بازار کې پر رامنځته شوي وضعیت اندېښنه ښودلې او امر یې کړی چې د اسعارو په نرخونو کې د ګډوډۍ رامنځته کوونکي دې په نښه او سخت مجازات شي.
کارپوهان په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو لخوا د ایران پر هستوي پروګرام د بندیزونو بیا لګول او د حکومت ناکامه اقتصادي تګلارې هغه عوامل دي چې ایران یې له دغه اوسني ولسي بغاوت سره مخ کړی دی.
