تخار ولايت کې سرچینو آمو ته ویلي، طالبانو د دې ولایت خواجهغار ولسوالۍ کې ۲۵ تنه د موسيقۍ د غږولو په تور نيولي دي.
د سرچينو په وينا، دې کسانو تېره شپه د خواجهغار ولسوالۍ اړوند د استوګنې کور کې د موسیقۍ غږولو په مهال نیولي دي.
د ځای سرچینو له قوله، طالبانو ويلي، دا کار د سيمې د خلکو د «ازار او اذيت» لامل شوی دی.
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، ياد کسان د خواجهغار ولسوالۍ د طالبانو د امنيې قومندانۍ ځواکونو له لوري نيول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
