د روسيې چارواکي وايي، په اوسنيو شرايطو کې له افغانستان څخه د کډوالو کارګرانو په پراخه کچه جذب ممکن نه دی، ځکه چې د کډوالۍ د بهير د کنټرول لپاره دوهاړخيز ميکانېزمونه نه دي رامنځته شوي او دا اندېښنه هم شته، چې کېدای شي د کډوالو ترمنځ توندلارې عناصر موجود وي.
د ريا نووستي خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف د دوشنبې په ورځ ويلي، چې د دغه هېواد قوانين اجازه نه ورکوي چې «د اقتصاد دروازې» د هغو کسانو پر وړاندې په پراخه کچه پرانيستل شي، چې د اغېزمن کنټرول او څار امکان پرې نه وي. نوموړي ټينګار کړی، چې د «فلټر او تنظيم» له روښانه نظام پرته، دا بهير له جدي امنيتي ګواښونو سره مل وي.
کابلوف زياته کړې، که چيرې مناسب کنټرول موجود نه وي، نو ښايي «بېلابېل عناصر، د ورانوونکو عناصرو په ګډون» د کډوالو کارګرانو ترمنځ ځای ونيسي.
د هغه په وينا، په راتلونکي کې له افغانستان څخه د کارګرانو جذب ممکن دی، خو يوازې هغه مهال چې دا بهير په بشپړه توګه تنظيم، سمبال او د دواړو لورو له خوا کنټرول شي؛ هغه شرايط چې دا مهال نه دي برابر شوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د دې چارواکي د څرګندونو له مخې، د افغان کارګرانو لپاره د روسيې اوسنی کلنی سهميه شاوخوا ۸۰ تنه ده. تر دې وړاندې طالبانو وړانديز کړی و، چې روسيه دې د افغانستان له کاري ځواک څخه استفاده وکړي، خو تر اوسه په دې تړاو کوم روښانه او رسمي تړون نه دی اعلان شوی.
