د رویټرز دخبرله مخې د ترکیې په شمال لوېدیځ، یالوا ولایت کې نن دوشنبه د داعش له مشکوکو وسلهوالو سره په نښته کې اووه تنه ترکي پولیس ټپیان شوي دي.
د ترکیې دولتي ټلوېزیون(ټي آر ټي هبر) راپور ورکړی چې پولیسو د مرمرې سمندرګي په غاړه، یالوا ښار ته نږدې پر یوه کور چې ګمان کېده وسلهوال پکې پټ دي، عملیات پیل کړل. د راپورونو له مخې، د ټپي شویو پولیسو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.
د «NTV» شبکې د خبر له مخې، مشکوکو کسانو پر هغو پولیسو ډزې پیل کړې چې د عملیاتو لپاره سیمې ته ورغلي وو. له نښتې وروسته، له ګاونډي ولایت (بورسا) څخه د پولیسو ځانګړي ځواکونه د مرستې لپاره سیمې ته لېږل شوي دي.
دا نښته په داسې حال کې کېږي چې تېره اونۍ ترکي پولیسو د داعش ۱۱۵ تنه مشکوک غړي د دې هېواد په بېلابېلو برخو کې ونیول.
چارواکو ویلي وو چې دغو کسانو غوښتل د نوي میلادي کال او کرسمس په مناسبت پر مراسمو او په ځانګړي ډول پر غیرمسلمانانو بریدونه وکړي.
نږدې یوه لسیزه وړاندې هم داعش ډلې په ترکیه کې د یو لړ خونړیو بریدونو مسوولیت منلی و، چې په هغو کې پر هوایی ډګر او پر یوه نایټ کلپ بریدونه شامل وو او لسګونه کسان پکې وژل شوي وو.
