سویلي آسیا

د پاکستان پوځ: بلوچستان کې د عملیاتو پایله کې ۴ وسله وال وژل شوي

انځور- له ارشیف څخه د پاکستان سرتیری

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د امنيتي ځواکونو او د بلوچستان د پنجګور په سيمه کې د بلوڅ ازادۍ پوځ (BLA) اړوندو وسلوالو ترمنځ په نښته کې د يادې ډلې څلور غړي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د دې نښتې پر مهال د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د پوځ په وينا، دا نښته د ډسمبر پر ۲۶مه د «استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پوځي عملياتو» په مهال رامنځته شوې، چې په کې له وسلوالو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په پاکستان په ځانګړي ډول د خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګريزو بريدونو کچه لوړه شوې ده.

اسلام‌اباد تر دې وړاندې څو ځله د افغانستان له طالبانو غوښتي، چې د پاکستان د مخالفو ډلو، په ځانګړي ډول د تحريک طالبان پاکستان (TTP)، له لوري د افغانستان له خاورې پر پاکستان د بريدونو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

خو طالبانو تر دې وړاندې د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې دي، چې ګواکې يادې ډلې په افغانستان کې حضور او فعاليت لري.

د طالبانو چارواکو ټينګار کړی، چې په پاکستان کې ناامني د هماغه هېواد يو داخلي موضوع ده.