یو شمېر ښځو نن پنجشنبې په کابل کې په یوه غونډه کې د ملګروملتونو سازمان له امنیت شورا وغوښتل چې په خپله راتلونکې ناسته کې، له افغان مېرمنو په جدي توګه ملاتړ وکړي.
ټاکل شوې د دغه سازمان د امنیت شورا ناسته ډېر ژر د ناروې په کوربتوب ترسره شي.
دا مېرمنې له امنیت شورا غواړي چې په دې ناسته کې د دوی غوښتنې مطرح کړي.
د ښځو د حقونو فعاله ژولیا پارسي وایي: «د ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ تړلې دي، ښځې د هرې ورځې په تېرېدو سره له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بې برخې کېږي، د دوی وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او تراوسه چې د ښځو د وضعیت په اړه هر څه شوي، د یوې اعلامیې او د اندېښنې د څرګندولو تر کچې وو او په عمل کې کوم اقدام نه دی شوی.»
هغې د ملګروملتونو سازمان له امنیت شورا وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته پام وکړي او پر طالبانو فشار راوړي ترڅو د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي او ښځو ته اجازه ورکړي چې د تېر په شان په ټولو برخو کې فعالیت ولري.
د دغې غونډې یوه ګډونواله مریم سادات وایي، اوسمهال ښځې د طالبانو له خوا ګوښه شوې او په سیاست او نورو برخو کې هېڅ رول نه لري.
د هغې په وینا د ښځو د تېرو دوو لسیزو ټولې لاسته راوړنې له منځه تللې دي او طالبان «په بېلابېلو پلمو ښځې څنډې ته کوي.»
هغه د ملګروملتونو سازمان د امنیت له شورا غواړي، چې په خپله راتلونکې ناسته کې د افغان مېرمنو غوښتنې مطرح کړي او په دغه ناسته کې دې ښځو ته پر رول ورکولو ټینګار وشي.
د ښځو حقونو یوه فعاله لیلا بسیم وایي: «یوه د ښځو ضد ایډیولوژي لرونکې ډله هره ورځ پر ښځو محدودیتونه لګوي او د هغوی څنډې ته کولو لپاره، له ډول ډول لارو کار اخلي.»
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د نجونو ښوونځي له ۴۰۲ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ تړلي دي. په دې لړ کې ښځې په ټولنه کې له بېلابېلو محدودیتونو لکه د حجاب اغوستل، پوهنتونونو کې د جلا ټولګیو لرل، په تفرحي ځایونو کې محدود حضور او له داسې نورو بندیزونو سره مخ دي.