بشري حقوق

محقق: طالبان کابل د شیعه او سني ګډو هدیرو کې د شیعه مذهب مړو خښولو مخنیوي کوي

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، لیکلي، چې طالبانو د شیعه او سني ګډ هدیرې کې د شیعه مذهب اموات د خښولو مخنیوی کړی.

نوموړي ویلي خلک د خپلو مړو له خښولو منع شوي دي او په وروستیو ورځو کې د کابل په لوېدیځو سیمو کې چې تر ډېره شیعه مېشت اوسېدونکي لري د مړو خښولو له جدي محدودیتونو او زیارتونو له ویجاړولو سره مخ شوي دي.

نوموړي په خپله فېسبوک‌ پاڼه کې لیکلي چې طالبانو د کابل په لوېدیځو، تر ډېره هزاره مېشتو سیمو کې، د شیعه ـ سني شریکې هدیرې کې د شیعه‌ګانو د مړو د خښولو مخه نیولې ده او د دې اقدام پر ضد د خلکو د اعتراضونو په پایله کې نږدې ۴۰ کسان نیول شوي دي.

د محقق په وینا، شیعه ګان د اموات د خښولو د مخنیوي تر څنګ، زیارت او هدیرو اړوند ځایونه هم ویجاړ شوي دي؛ چې په وینا یې دا کار د مړو د حرمت او د ښاریانو د دیني باورونو ښکاره نقض دی.

محمد محقق دغه اقدامات د هزاره ټولنې او شیعه وګړو پر وړاندې د مذهبي او قومي فشارونو برخه ګڼي او زیاتوي چې دا ډول کړنې د کورنیو اصولو او نړیوالو منل شوو معیارونو سره په ټکر کې دي.

نوموړي ویلي چې د «شرک‌آمیزو اعمالو» د مخنیوي په پلمې سره د مړو له خښولو ممانعت او د هدېرو ویجاړول یو حساس او خطرناک دریځ دی چې کولی شي مذهبي ترینګلتیاوې زیاتې کړي او ټولنیز یووالی او ملي وحدت زیانمن کړي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې د دغو کړنو مخه ونیسي او د دې چلند له دوام څخه ډډه وکړي چې د ده په وینا د مذهبي او قومي اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.

طالبانو تر اوسه د محمد محقق د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.