سوداګري

د قبایلو جرګې د پاکستاني پولیسو ناسم چلند غندلی او د چمن-بولدک دروازې د بېرته خلاصېدو غوښتنه کړې

ارشیف آمو

په بلوچستان ایالت کې قبایلي جرګې د چمن–سپین بولدک دروازې د ژر پرانیستلو غوښتنه کړې.

د پاکستان د بلوچستان ایالت یوې قبایلي جرګې له پاکستاني دولت او طالبانو وغوښتل چې د چمن–بولدک دروازه دې هر څه ژر چې امکان ولري، بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د یادې جرګې ګډونوالو ویلي چې د دروازو تړل کېدو سره زرګونه مسافر او سوداګر په افغانستان کې بند پاتې دي او د کرښې دواړو غاړو ته سوداګریز فعالیتونه په بشپړ ډول درول شوي دي.

د قبایلو مشرانو امان‌الله خان او ملک عبدالخالق د چهارشنبې په ورځ، د جدی میاشتې پر ۳مه، د کویټې په ښار کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې په دې لاره کې سوداګري په بشپړه توګه درېدلې ده.

ملک عبدالخالق ویلي، هغه پاکستانیان چې په افغانستان کې پاتې دي، هېواد ته د بېرته ستنېدو اجازه نه ورکول کېږي، چې له دې اړه جدي بشردوستانه اندېښنې رامنځته شوې دي.

هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د دغو وګړو د عاجل ستنېدو لپاره همکاري وکړي.

د جرګې د مشرانو په وینا، زرګونه کسان چې له قانوني پاسپورټونو او ویزو سره افغانستان ته تللي وو، اوس د اوونیو راهیسې د کرښې هغې غاړې ته بند پاتې دي، او په ځینو موارد شته، چې د اسنادو قانوني موده یې هم پای ته رسیدلی ده.

دغه راز، زرګونه باروړونکي موټر چې د کډوالو د کور وسایل لېږدوي، په د ډیورنډ کرښې ته نږدې درول شوي دي.

موټر چلوونکي او د هغوی همکاران یې د خوراکي توکو له سخت کمښت او د عاید له نشتوالي سره مخ دي، او د هغوی کورنۍ په پاکستان کې له جدي اقتصادي ستونزو له امله ځوریږي.

د قبایلو مشرانو ادعا کړې چې خلک د چمن او کویټې ترمنځ په ۲۲ امنیتي پوستو کې له سپکاوي او باج‌اخیستنې سره مخ کېږي.

د جرګې ګډونوالو د پاکستاني پولیسو دغه چلند غندلی او د دغو پوستو د لرې کولو او د چمن د اوسېدونکو د آزاد تګ‌راتګ غوښتنه یې کړې ده.

له دې سره جرګې کې اعلان شوې، چې د چمن او ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو د څېړنو او سپړنو په موخه به « د پښتنو ملي جرګې» درې ورځنۍ ناسته ترسره شي.