طالب چارواکو نن سې شنبه د (مرغومي ۲مه) په کابل کې د یو لړ مراسمو پر مهال، د جوزجان ولایت قوشتېپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسولو پروژې تړون لاسلیک کړ.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د دوامدارې انرژۍ عمومي رییس، عبدالرحمن رحماني وایي چې د دې پروژې ارزښت ۲۸ میلیونه ډالره دی او لګښت یې له کورنۍ بودیجې څخه ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، دغه تړون له یوه کورني خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی چې پر بنسټ به یې له شبرغان ښار څخه تر یادو ولسوالیو پورې د ۸۵.۴ کیلومتره په اوږدوالي د برښنا مزی وغځول شي او هلته به له ۲۲۰ سبسټیشنونو سره وصل شي.
دا تړون په داسې وخت کې لاسلیک کېږي چې افغانستان دا مهال د برښنا له سخت کمښت سره مخ دی. د ژمي په رارسېدو سره د هرات په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او توپانونو له امله د برښنا جریان پرې شوی دی.
بلخوا د کابل په ګډون د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي د برښنا له دوامداره پرچاوۍ شکایت کوي او وایي چې له امله یې له جدي ننګونو سره مخ دي. هغوی وایي چې په پلازمېنه کې د یخنۍ په پیل کېدو سره پرچاوۍ زیاتې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د هېواد ډېری وګړي د بېوزلۍ له امله د ژمي په موسم کې د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره یوازې پر برښنا تکیه کوي.
