سوداګري

دهرات کروندګر: د حاصلاتو وده ښه ده خو د پلور بازار مو پیکه دی

انځور له ارشیف څخه

په هرات ولایت کې یو شمېر کروندګر وايي چې سږ کال یې کرنیزو محصولاتو ښه وده کړې، خو د پلور بازار یې د رضایت وړ نه دی.

د دوی په خبره، د فصلونو د ساتلو لپاره د معیاري سړوخونو نشتوالی، نورو هېوادونو ته د صادراتو د زمینې نه برابرېدل او د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې خپل حاصلات په خورا ارزانه بیه وپلوري.

د هرات د انجیل ولسوالۍ کروندګر د مني موسم د حاصلاتو، په ځانګړې توګه د زردکو له حاصلاتو خوښي څرګندوي او وايي چې سږ کال یې محصولات ډېر او د پام وړ دي. خو دوی زیاتوي چې د مناسب بازار او سړخونو د نشتوالي له امله اړ دي چې خپله خواري په نیمه بیه په بازار کې وړاندې کړي.

په هرات کې یوتن بزګر مسعود، وايي: «په بازار کې یو کیلو زردکې په ۵ افغانۍ پلورو، د شلغمو بیه هم همداسې ده؛ حتی کله ناکله تر دې هم بیې راټیټېږي او زموږ محصولات په سختۍ اخیستل کېږي.»

بلخوا د زنده‌جان ولسوالۍ یو کروندګر د هندواڼو حاصلات په دودیزو لارو خوندي کړي، ترڅو وکولی شي د “یلدا شپې” په مراسمو کې یې په مناسبه بیه وپلوري، خو هغه هم د پلور د بازار په اړه ډاډمن نه دی.

احسان چې په دې ولسوالۍ کې په کرنه بوخت دی، وايي: «سره له دې چې له محدودیتونو سره مخ وو، خو پایله یې ښه وه؛ که دا ځل یې پلور ښه و، په راتلونکو کلونو کې به هم له همدې طریقې کار واخیستل شي.»

د هرات کروندګر د خلکو سخت اقتصادي فقر هم یو له هغو لاملونو بولي چې د دوی د محصولاتو بیې یې اغېزمنې کړې دي.

یو بل کروند ګرفواد، داسې وايي: «د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، موږ غوره محصولات بازار ته وړو خو هغوی یې په ارزانه بیه غواړي او وايي چې پیسې نلرو.»

 د معیاري سړخونو نشتوالی، د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو لوړې بیې او د زراعتي اوبو کمښت هغه بنسټیزې ننګونې دي چې د هرات کروندګر ورسره لاس او ګرېوان دي او تر اوسه ورته کومه دوامداره حل‌لاره نه ده موندل شوې.