سیاست

سراج الدین حقاني: د ملي وحدت او خاورې ساتنه د ټولو فریضه ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني. عکس له آرشیف څخه

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني زابل ولایت ته د سفر پر مهال ویلي،د هېواد د امنیت، ملي وحدت او حریم ساتنه د ټولو افغانانو فریضه او وجیبه ده.

نوموړي زابل ولایت د مېړنیو خلکو ټاټوبی وباله او ویې ویل، چې په دغه ولایت کې د هېواد ستر شخصیتونه او باعزته ولسونه اوسېدلي دي.

هغه زیاته کړه، چې اوسنی نظام د سترو قربانیو او اوږدو هڅو پایله ده او د ساتنې مسوولیت یې پر ټولو افغانانو دی.

سراج‌الدین حقاني دا غوښتنې په داسې حال کې کوي، چې تحصیل‌لرونکي افغانان په نیوکه وایي، کار اهل کار ته نه سپارل کېږي او د طالبانو حکومت ډېری بستونه ملایانو ته ورکړل شوي دي.

سراج‌الدین حقاني د خپلو خبرو پر مهال د ولسونو پر یووالي، همغږۍ او د امنیتي لاسته راوړنو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د زابل له خلکو یې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې نوموړی کندهار ولایت ته له سفر وروسته زابل ولایت ته تللی دی.