د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د هغوی جنګي الوتکو، چورلکو او توپخانې د سوریې په مرکزي سیمو کې د داعش پر وړاندې له ۷۰ څخه ډېر هدفونه په نښه کړي دي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سنټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بریدونه د داعش پر ضد ترسره شوي او د اردن هوايي ځواکونو هم د جنګي الوتکو له لارې د دغو عملیاتو ملاتړ کړی دی.
امریکايي چارواکي وايي، دغه پراخ هوايي بریدونه د هغې پېښې په غبرګون کې شوي چې پکې د داعش له خوا دوه امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
د بریدونو له پیلېدو وروسته، د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې دمشق د داعش پر ضد مبارزې ته ژمن دی. یاد وزارت ټینګار کړی چې هڅه کوي د سوریې په خاوره کې د داعش لپاره هېڅ خوندي پټنځای پاتې نه شي.
دغه وزارت له امریکا او د نړیوال ائتلاف له غړو هېوادونو غوښتي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې له سوریې سره همکاري وکړي.
په همدې حال کې، د سوریې د بشري حقونو د څار مرکز د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د امریکا د شپنیو هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه د داعش پنځه غړي وژل شوي دي.
