د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغانستان پر ثبات او د دغه هېواد د وګړو د ژوند د ښه کولو لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
نوموړي دا څرګندونې په توکیو کې د منځنۍ اسیا او جاپان د مشرانو په لومړۍ سرمشریزه کې وکړې او زیاته یې کړه چې افغانستان لا هم د سیمییزو همکاریو یو له اصلي محورونو څخه دی.
شوکت میرضیایف وویل چې د سیمې هېوادونه د یو داسې افغانستان په اړه ګډ نظر لري چې سوله ییز، باثباته او پر رښتینې پراختیا متمرکز وي.
د هغه په وینا، د افغانستان ټيکاو نه یوازې د دغه هېواد د خلکو هیله ده، بلکې د ټولې سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره بنسټیز رول لري.
د منځنۍ اسیا د هېوادونو او جاپان ترمنځ دا لومړنۍ سرمشریزه د جاپان په کوربه توب په توکیو کې پیل شوې ده. په دې ناسته کې د جاپان په ګډون د منځنۍ اسیا د هېوادونو مشرانو ګډون کړی او ټاکل شوې چې نن هم دوام وکړي.
