په ۲۰۲۵ میلادي کال کې، د پاکستان لسګونه زره وګړي له بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول د خلیج له سیمې څخه، د سړکونو پر سر د سوالګرۍ او د خیریه مرستو د غوښتنې له امله ایستل شوي (ډیپورټ شوي) دي.
دا مسئله د پاکستان لپاره په نړیواله کچه یوه جدي کډوالیزه ستونزه ګرځېدلې ده.
د هغو رسمي راپورونو له مخې چې د پاکستان پارلماني کمېټو ته وړاندې شوي، سعودي عربستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په دې برخه کې یې سخت اقدامات کړي دي.
یاد هېواد شاوخوا ۲۴ زره پاکستاني وګړي چې په ګدایي بوخت وو، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
همدارنګه، نږدې ۶ زره پاکستانیان د عربي متحده اماراتو، په ځانګړي ډول د دوبۍ ښار څخه، د ورته دلایلو له کبله بېرته پاکستان ته لېږدول شوي دي.
راپورونه ښيي چې اذربایجان او ځینو نورو هېوادونو هم د پاکستاني اتباعو د ډلهییز اخراج اقدام کړی دی.
ددې وضعیت په غبرګون کې، د پاکستان د کډوالۍ اړوندو ادارو اعلان کړی چې د روان میلادي کال په ترڅ کې له ۵۱ زرو څخه زیات پاکستانی مسافر ددغه هېواد په هوايي ډګرونو کې له بهرنیو سفرونو منع شوي دي.
د چارواکو په وینا، دغو کسانو د اسنادو د نیمګړتیا، د سفر د موخې د شکمن والي، او یا هم د ګدایي او ناقانونه فعالیتونو د احتمال له امله ګرځول شوي.
د پاکستان د «فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA)» مسوولین وايي چې ځینې شبکې د سیاحتي،زیارتي (عمره او حج) ویزو څخه په ناوړه ګټې اخیستنې خلک د منظمې سوالګرۍ لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږي او دا په نړیواله کچه د پاکستاني وګړو اعتبار ته زیان رسوي.
