د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په شمالي وزیرستان کې د دغه هېواد پر یوه پوځي کمپ باندې د برید په تړاو یې په اسلاماباد کې د طالبانو د سفارت مرستیال راغوښتی او یو ځل بیا یې د “طالبانو له خوا د ټيټيپي د ملاتړ” په اړه خپله ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د ویلو ده چې دا برید تېره جمعه د خیبر پښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ پر یوې اډې وشو. د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې برید کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او مسوولیت یې د «ګل بهادر» ډلې منلی، چې د پاکستاني طالبانو تحریک یوه څانګه ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپل اعتراضیه یادښت کې ویلي: دې وزارت د هغې پرلهپسې اسانتیا او ملاتړ په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده چې د افغانستان د طالبانو رژیم یې ټيټيپي ته ورکوي؛ هغه ملاتړ چې هغوی ته د دې وړتیا ورکوي ترڅو د ډیورنډ کرښې په اوږدو او نږدې سیمو کې د پاکستان پر پوځي ځواکونو او ملکي وګړو ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
یاد وزارت ویلي، د طالبانو د سفارت مرستیال ته یې ټینګار کړی چې په افغانستان کې ټيټيپي ته ورکړل شوې پراخه ازادي، د افغانستان نړیوالې ژمنې او د پاکستان په وړاندې د دغه هېواد هغه تعهد نقضوي چې ویلي یې وو، د خپل هېواد خاوره به د پاکستان په ګډون د هېڅ بل هېواد پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي.
پاکستان د دې برید په اړه د پوره څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د هغو کسانو پر ضد دې پرېکنده ګامونه پورته شي چې د افغانستان له خاورې یې پر پاکستان بریدونه تنظیم کړي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتي چې په سمدستي ډول دې د خپلې خاورې څخه د فعالو ترهګرو ډلو او د هغوی د مشرتابه پر ضد روښانه، ملموس او د ډاډ وړ ګامونه پورته کړي، ترڅو د پاکستان پر ضد د افغانستان د خاورې کارول ودرول شي.
دغه وزارت همداراز ویلي چې د افغانستان طالبانو ته یې ((په کلکه)) خبر ورکړی چې پاکستان د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د خپلو اتباعو د ساتنې حق لري او د هر هغه ګواښ ځواب به ورکړي چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي.
طالبانو تر اوسه په اسلاماباد کې د خپل سفارت د مرستیال د احضارېدو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې تل په افغانستان کې د ټيټيپي په څېر د وسله والو ډلو شتون رد کړی او ویلي یې دي چې له دغو ډلو ملاتړ نه کوي. هغه ادعا چې پاکستان یې په رښتینولۍ باور نه لري.
