د ټرمپ استازی د قطر، مصر او ترکیې له چارواکو سره په میامي کې د غزې د جګړې د بشپړ پای او د نوي سیاسي نظم پر سر برخلیک ټاکونکې خبرې پیل کړې. دا ناسته چې د هوکړې د دویم پړاو پر پلي کېدو متمرکزه ده، د حماس پر ځای د یوې نوې ادارې او نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لپاره لاره هواروي
په داسې حال کې چې د غزې د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره نړیوالې ډیپلوماټیکې هڅې اوج ته رسېدلي، نن د جمعې په ورځ د امریکا په میامي ښار کې یوه مهمه ناسته پیل شوه.
د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی، سټیو ویټکوف، په فلوریډا کې د قطر له لومړي وزیر، د مصر او ترکیې له بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري، ترڅو د غزې د اوربند د “دویم او نهایي پړاو” پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي.
دا خبرې په داسې حال کې تنظیم شوې دي چې د تېر اکتوبر په میاشت کې د واشنګټن او سیمه ییزو متحدینو په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ یو نازک اوربند وشو، خو اوس امریکا هڅه کوي چې دا پروسه خپل وروستي پړاو ته ورسوي.
سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر ټرمپ په خپله هم په دې پروسه کې په مستقیم ډول دخیل دی او ټاکل شوې چې د روان کال په پای کې (د ډسمبر ۲۹مه) د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په فلوریډا کې وګوري، ترڅو د هوکړې وروستي پړاوونه تایید کړي.
د هغو معلوماتو له مخې چې د فرانس پریس او نورو رسنیو لخوا خپاره شوي، په دې نوي پړاو کې له غزې څخه د اسرائیلو بشپړ وتل، د حماس پر ځای د یوې لنډ مهالې ادارې رامنځته کول او په سیمه کې د نړیواله ټیکاو ساتونکي ځواک ځای پر ځای کول د خبرو مهم ټکي دي.
سره له دې چې اوربند روان دی، خو منځګړي اندېښمن دي چې دواړه خواوې (اسراییل او حماس) د وخت په تېرولو سره هڅه کوي خپلو اهدافو ته ورسېږي، چې دې کار د هوکړې دویم پړاو له ځنډ سره مخ کړی دی.
دغه راز په غزه کې د سختې یخنۍ او ژمني توپان له امله د ماشومانو مړینه او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د اسراییلو لخوا رامنځته شوي نوي خنډونه د نړیوالو مرستندویه ادارو غبرګونونه پارولي دي.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو او د بشري مرستو ۲۰۰ ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د دوی د چارو پر وړاندې د اسراییلو نوي محدودیتونه او د ادارو د ثبت نوی سیسټم ښايي په غزه کې بشري عملیات له بشپړ پاشل کېدو سره مخ کړي.
دوی وایي چې دا مهال په غزه کې بشري ناورین اوج ته رسېدلی او یوازې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۳ ماشومانو د سختې یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
