روسي کارپوهان وایي، د روسیې او د منځنۍ اسیا د هېوادونو سیمهییزې پانګونې د دې لامل کیږي چې افغانستان تهدید د سرچینې پر ځای، په یوه مهم ټرانزیټي دهلېز بدل شي.
د روسیې د دوو څېړنیزو مرکزونو په تازه راپور کې ټینګار شوی چې افغانستان د پراخو اقتصادي او زیربنایي پروژو له لارې د سیمې د ثبات او همکاریو له مهمو محورونو څخه ګرځېدلی دی.
راپور له مخې، اوس تمرکز پر اقتصادي پانګونو دی، نه پر پوځي حللارو.
په دې لړ کې روسیه او ازبیکستان د ټرانسافغان رېلپټلۍ پر مسیرونو کار کوي، څو افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو د پېښور له بندرونو سره ونښلوي او صادرات د بدیلو لارو له لارې اسانه شي.
همداراز، قزاقستان اعلان کړی چې د ترکمنستان–هرات پر مسیر تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونه کوي.
د راپور له مخې، د انرژۍ د لېږد، د «توتاپ» برېښنايي شبکې او د ګازو د پروژو په اړه هم خبرې روانې دي، څو له منځنۍ اسیا او روسیې څخه افغانستان او پاکستان ته برېښنا ولېږدول شي.
کارپوهان وایي، د دغو پانګونو موخه د عوایدو زیاتوالی، کاري فرصتونه، سیمهییز اتصال او د افراطیت او بېمهاره کډوالۍ د خطرونو کمول دي.
د اکتوبر په میاشت کې د «روسیه–منځنۍ اسیا» په غونډه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو چې افغانستان په سیمهییزو پراختیایي پلانونو کې ځانګړی رول لري او د دې هېواد زیربنایي پراختیا کولی شي د افراطي ډلو د فعالیت ټولنیز بستر محدود کړي.
