منځنی ختیځ

ملګري ملتونه: د اسرائیلو خنډونو په غزه کې بشري ناورین اوج ته رسولی

ملګرو ملتونو او تر ۲۰۰ زیاتو نړیوالو او سیمه ییزو مرستندویه ټولنو د چهارشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ، چې که اسرائیل د مرستندویه ادارو د ثبت او راجستر په وړاندې شته خنډونه لرې نه کړي، په غزه کې به ټول بشري عملیات وپاشل شي.

په دغه راپور کې چې د (رويټرز) لخوا خپور شوی، راغلي چې لسګونه نړیوالې مرستندویه ډلې د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د خپلو جوازونو له لغوه کېدو  سره مخ دي. که دا کار وشي، یادې ادارې به مجبورې وي چې په ۶۰ ورځو کې خپل فعالیتونه په بشپړ ډول وتړي. ملګرو ملتونو دا پروسه “مبهمه، خپلسرې او خورا سیاسي شوې” بللې ده.

دا مرستندویه بنسټونه په غزه کې خورا حیاتي چارې پر مخ وړي. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ادارې ډېری ساحوي روغتونونه، لومړني روغتیايي مرکزونه، بېړني پناه ځایونه، د اوبو او حفظ الصحې شبکې او د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه اداره کوي، چې په وتلو سره به یې غزه کې د ژوند ژغورنې پاتې رګونه هم وچ شي.

 د راپور له مخې، که څه هم ځینې ادارې په نوي سیسټم کې ثبت شوې، خو بیا هم د میلیونونو ډالرو په ارزښت خوراکي توکي، درمل او نور اړین وسایل له غزې بهر بند پاتې دي او اسرائیل اجازه نه ورکوي چې اړمنو خلکو ته ورسېږي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ډونالډ ټرمپ د پلان له مخې، د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې یو نازک اوربند پیل شوی، خو حماس او مرستندویه ادارې تور لګوي چې اسرائیل د هوکړې خلاف، د مرستو د لاریو مخه نیسي. که څه هم اسرائیل دا ادعاوې ردوي، خو نړیوال څارونکي وايي چې غزه کې قحطي لا دمخه خپره شوې ده.

ملګرو ملتونو په پای کې ټینګار کړی چې هېڅ کومه بله اداره نشي کولی د دغو نړیوالو موسسو ځای ونیسي او د هغوی د فعالیتونو درېدل به د نه جبرانېدونکي انساني ناورین لامل شي.