سوداګري

په کابل کې د قرغزستان د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

عکس از جریان گشایش خانه تجارت قرغزستان در کابل با حضور وزیر تجارت و اقتصاد این کشور

د طالبانو تر واک لاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د قرغزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر بکیت صدیکوف په مشرۍ د قرغزستاني پلاوي د رسمي سفر پر مهال، په کابل کې د « دغه هیواد د سوداګرۍ خونه» پرانیستل شوه.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې سوداګریزې خونې د پرانیستلو پر مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د افغانستان او قرغزستان د خصوصي سکتور یو شمېر استازو او فعالانو ګډون درلود.

د خبرپاڼې پر بنسټ، دا سوداګریزه خونه له قرغزستاني لوري سره د طالبانو د پخوانیو تفاهمونو له مخې پرانیستل شوې ده.

طالبانو دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او بنسټیزه کولو په برخه کې یو «مهم ګام» بللی او زیاته کړې یې ده چې دا اقدام به د همکاریو د پراختیا، د سوداګریزو تبادلو د زیاتوالي، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د اسانتیا او د ګډې پانګونې د هڅونې زمینه برابره کړي.

د دغه وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قرغزستاني پلاوي له نورالدین عزیزي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو هم خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې: «د دواړو هېوادونو ترمنځ شته پراخو ظرفیتونو ته په کتو د سوداګرۍ د کچې لوړول، د ځانګړو صادراتي توکو په نښه کول، د ټرانزیټ پراختیا او د ټرانزیټي تړونونو لاسلیک کول، د بهرنیو او ګډو پانګونو جذبول، د نندارتونونو، کنفرانسونو او سوداګریزو ناستو جوړول او دغه راز د ګډې کاري ډلې د منظمو غونډو ترسره کول» د قرغزستاني پلاوي او نورالدین عزیزي ترمنځ د خبرو مهم ټکي وو.

طالبانو زیاته کړې چې دواړو لورو د پخوانیو تفاهمونو، په ځانګړې توګه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کړنلارې  پر پلي کولو ټینګار وکړ، چې قرغزستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر پر مهال لاسلیک شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوه میاشتې کېږي له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې لارې د هېواد د سوداګریزو توکو پر مخ تړلې دي.

دا لارې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اتو ورځو سرحدي نښتو له پیل سره سم، د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ وتړل شوې. که څه هم طالبانو او پاکستاني پلاوي تر اوسه په دوحه، استانبول او ریاض کې څو پړاوه خبرې کړي؛ خو دې خبرو د تاو تریخوالي په بشپړ هواري او د دغو لارو په پرانیستلو کې مرسته نه ده کړې.

له پاکستان سره د سرحدي لارو بند پاتې کېدو د پولې دواړو خواوو ته د سوداګرو اندېښنې راپارولې دي؛ په ځانګړې توګه د افغانستان د هغو سوداګرو چې مالونه یې د پولې هاخوا او په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیئت غړي، خانجان الکوزي، د دغو لارو د بندېدو په ۴۷مه ورځ «آمو» ته ویلي و چې د هېواد د سوداګرو د ۶ تر ۶.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت وارداتي توکي د پاکستان په بندرونو او لارو کې ولاړ دي.

د هغه په وینا، ډیری دا توکي د ټرانزیټ په بڼه د پاکستان له لارې افغانستان ته راوارېدېدل او اوسمهال د هېواد د وارداتي توکو څخه ډک له ۱۱۵۰۰ څخه زیات کانتینرونه په پاکستان کې بند دي. نوموړی وايي: «دا توکي خرابېږي، وخت او تاریخ یې تېرېږي او تقریباً هره ورځ د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته ۲ میلیونه ډالره زیان رسېږي.»