د استرالیا د نیو ساوت ولز پولیسو ویلي چې د سیډني په بوندۍ ساحل کې په یوه خونړي وسله وال برید کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د پولیسو په وینا، لږ تر لږه ۱۱ نور کسان، چې دوی کې دوه پولیس افسران هم شامل دي، په دې پیښه کې ژوبل شوي دي.
لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، دا برید د یکشنبې په ورځ د بوندۍ ساحل په د خلکو په ګڼه ګوڼه شوی دی.
پولیسو ویلي چې یوه وسلهواله بریدګر د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی، او دویم بریدګر په سخت حالت کې دی او اوس مهال د درملنې لاندې دی.
د اسټرالیا لومړي وزیر آنتوني آلبانیزي په یوه اعلامیه کې دا پیښه «د زړونو ټکان ورکوونکې او دردناکه» بللې او ویلي یې دي چې فدرالي حکومت د ایالتي پولیسو سره په بشپړ همغږي کې د پېښې څارنه کوي.
د عیني شاهدانو په وینا، د دې برید سره یو ځای، د «حنوکا» جشن چې یو فرهنګي مراسم و، هم د ساحل په نزدې سیمه کې روان و.
یو عیني شاهد چې له بیبیسي سره یې خبرې کړي، ویلي کله چې دوی د ډزو غږ واورېد، له خپلو ماشومانو سره د برید سیمه پرېښوده او وتښتېد.
بیبیسي راپور ورکړی چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو د دې فرهنګي جشن په مراسمو کې ګډون درلود.
پولیسو تر اوسه په رسمي ډول دا پېښه نده تایید کړی چې آیا دا برید له «حنوکا» جشن سره مستقیم تړاو لري که نه.
خو سیمه کې د خلکو تګ راتګ په بشپړه توګه بند اعلان شوی او امنیتي ځواکونه او د بمونو د بیخطره کولو ځانګړي ټیمونه، په سیمه کې حاضر دي.
د پیښې ځای نه خپاره شوې انځورونو کې ګڼ شمېرپولیس لیدل کیږي، چې ایمبولانسونو او د ژغورنې ځواکونو سره همغوي کوي.
