د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستی» د راپور له مخې، طالبان په روسیه کې د یو سوداګریز مرکز د جوړولو پر طرحه کار کوي؛ هغه اقدام چې د یوه روسي چارواکي په وینا، د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي له امله «اړین» بلل شوی دی.
رستم حبیبولین، چې په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر دی، نن (شنبه) ریانووستي ته ویلي، د افغانستان له لوري د روسیې بازار ته د لاسرسي لپاره د سوداګرو غوښتنه د پام وړ ده او له همدې امله، په روسیه کې د افغانستان د سوداګریز مرکز د پرانیستلو زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او دغه راز په روسیه کې د طالبانو سفیر، دا مهال په مسکو کې د یاد مرکز د پرانیستلو لپاره اړینې همغږۍ او هڅې پر مخ وړي.
تر دې وړاندې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې ویلي و، وروسته له هغې چې دوی په ۲۰۲۳ کال کې په کابل کې د روسیې سوداګریز مرکز پرانیستل شو، لېواله دي ورته یو مرکز په مسکو کې هم جوړ کړي.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز د مشر په وینا، پخوا افغانستان ته د روسیې د توکو صادرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لویه برخه جوړوله، خو اوس روسیې ته د افغانستان د محصولاتو صادرات هم زیات شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې د سوداګریزو راکړو ورکړو له پراخېدو سره بېلابېلې ستونزې او ننګونې رامنځته کېدلی شي، چې همدې په کتلو اړتیا ده په هماغه ځای کې او د مستقیمو سوداګریزو میکانېزمونو له لارې حلوفصل شي.
د روسیې د ریانووستي د یوه بل راپور له مخې، افغانستان روسیې ته د انارو صادرات زیات کړي او هممهاله یې د انګورو، مڼو او کرنیزو محصولاتو ازمایښتي محمولې هم دې هېواد ته استولې دي.
رستم حبیبولین ریانووستي ته ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي لارو او سوداګرۍ تړل کېدو افغان سوداګر اړ کړي چې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره نوي بازارونه ولټوي.
د نوموړي په وینا، دا مهال د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د پام وړ برخه ایران، تاجکستان، ازبکستان او روسیې ته صادریږي.
