د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز مشر جو کینټ ویلي، چې په امریکا کې ۲۰۰۰ افغان وګړي له ترهګرو سازمانونو سره د اړیکو په تړاو پېژندل شوي دي.
جو کینټ د امریکا د استازو جرګې د کورني امنیت کمیټې ته وویل چې دغه کسان د “متحدینو هرکلي” پروګرام په چوکاټ کې متحده ایالاتو ته راغلي او له ترهګرو سازمانونو سره د تړاو په شک تر څار او تعقیب لاندې دي.
هغه ټینګار وکړ چې د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز نږدې ۱۸ زره تنه ترهګریزو سازمانونو سره د اړیکو په شک پېژندلي دي، چې د بایډن د ادارې پر مهال امریکا ته ننوتي دي.
د امریکا د استازو جرګې د کورني امنیت په کمېټه کې د ټرمپ د ادارې یو شمېر امنیتي چارواکي هم د ځواب ویلو لپاره وربلل شوي وو.
د دې غونډې یوه برخه په متحده ایالاتو کې د افغان پناه غوښتونکو څخه د رامنځته شویو امنیتي ګواښونو پر محور متمرکزه وه.
جو کینټ وویل: “هغه افغان، هغه برید کوونکی، هغه ترهګر، د ۸۸ زره کسانو له ډلې یو دی. موږ د دې ۸۸ زره کسانو په ډله کې ۲۰۰۰ تنه پېژندلي چې له ترهګرو سازمانونو سره اړیکې لري. موږ اوس د کورني امنیت وزارت او اېف بي آی سره له نږدې کار کوو، څو دغه ۲۰۰۰ تنه افغانان، چې د ‘متحدینو هرکلي’ پروګرام له مخې دلته راغلي او له ترهګرو سازمانونو سره تړاو لري، وپېژنو او تعقیب یې کړو.”
هغه وویل چې ۱۸۰۰۰ کسان په متحده ایالاتو کې د ترهګرو سازمانونو سره د تړاو په شک پېژندل شوي دي؛ هغه کسان چې د ده په وینا د بایډن په اداره کې امریکا ته داخل شوي او له جهادي ډلو لکه داعش او القاعده سره اړیکه لري.
دغه امریکايي چارواکی اعلان کوي چې دا کسان اوس مهال د متحده ایالاتو لپاره تر ټولو لوی ترهګریز ګواښ بلل کیږي.
کینټ زیاته کړه: “د دې مخ پر ودې ګواښ تر څنګ، داعش او القاعده په افغانستان او سوریې کې، د دغو دولتونو د بې ثباته او ناپایښت لرونکي ماهیت له امله، او همدغه راز د عراق په ځینو لرې پرتو سیمو کې یو ځل بیا پناه ځایونه موندلي دي.”
د امریکا د استازو جرګې د کورني امنیت په کمېټه کې د بایډن د ادارې پر مهال امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو پر راتګ سخته نیوکه کېږي.
د متحده ایالاتو امنیتي چارواکي وايي چې د دې پناه غوښتونکو امنیتي څېړنه په سمه توګه نه ده ترسره شوې.
دغو چارواکو ویلي دي، رحمان الله لکڼوال چې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو باندې یې ډزې کړې وې، په متحده ایالاتو کې له هغو دوه زرو افغان پناه غوښتونکو څخه یو دی چې ترهګریزو سازمانونو سره په اړیکو تورن دي.
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیرې، کرسټي نوم، وویل: “کله چې دا سړی د افغانستان د تخلیې او د ‘متحدینو هرکلي’ عملیاتو ترڅ کې هېواد ته داخل شو، هغه مهال د بایډن لخوا په بشپړه توګه وکتل شو، زموږ هېواد ته د ننوتلو اجازه یې وموندله او بیا هېڅکله هم تعقیب نه شو.”
د ملي ګارډ پر دوو غړو د رحمان الله لکڼوال ډزو، چې یو یې ووژل شو، د متحده ایالاتو د کډوالۍ پالیسۍ، په ځانګړې توګه د افغان وګړو په اړه، په بشپړه توګه بدله کړه. په پایله کې، څو افغان پناه غوښتونکي په بېلابېلو تورونو ونیول شول، زرګونه نور تر بیا امنیتي څېړنې لاندې نیول شوي، د افغان پاسپورټونو لپاره د ویزو صدور ودرول شو، او متحده ایالاتو اوس مهال د پناه غوښتنې پروسیجرونو باندې هم ټکی ایښی دی.
