ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ د نړۍ د پراخو کړاوونو په اړه د نه پاملرنې غندنه وکړه او د ۲۰۲۶ کال لپاره یې د بشري مرستو رسمي غوښتنه پیل کړه.
د بشري مرستو غوښتنه محدوده ده، ځکه چې د مرستو چارې د پیسو د کمښت او مالي محدودیتونو له امله ستونزمن شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر، ټام فلېچر، خبریالانو ته وویل: «دا بې مخینې بې رحمي ده، او د بې ساري نه پاملرنې مهال دی.»
نوموړي د لړمړیتوبونو له مخې دیوې طرحې پرانسته وکړه چې موخه یې د نړۍ په تر ټولو ګواښمنو سیمو لکه غزه او اوکراین کې د ۸۷ میلیونو خلکو د مرستې لپاره لږ تر لږه ۲۳ میلیارده ډالر راټولول دي.
فلېچر زیاته کړه: «دا داسې وخت دی چې قوانین مخ پر ځوړه دي، د ګډ ژوند اساسات تر دوامداره برید لاندې دي، او زموږ د ژغورنې غبرګونونه د بېپروايۍ او نه پاملرنې له امله کمزوري شوي دي.»
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د نړیوالې ټولنې د مالي او بشري مرستو کمښت به په زرګونو بېوزله خلک په سختو حالاتو کې پرېږدي، او په هغو سیمو کې چې لا وار د مخه په کې جګړه او کړاوونه روان دي وضعیت، نور هم خراب شي.
د ملګرو ملتونو غوښتنه دا ده چې نړیوال حکومتونه، سازمانونه او افراد ژر تر ژره په مالي او بشري مرستو لاس پورې کړي، څو له ناورین سره مخ خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
دا په داسې حل کې ده چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې افغانستان د نړۍ په کچه د خوراکي توکیو د کمښت له بحران سره مخ هیوادونو کې شمېرل کیږي، په دې هېواد کې درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ (سوءتغذیه) له ستونزې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) یو تازه راپور ښيي چې په افغانستان کې ۴۸٪ خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او له ۲۲ میلیونو ډېر کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.
