امنیت نړۍ

د روسیې دفاع وزارت: یو شپه کې د اوکراین ۷۷ ډرون شنډې شوي

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې ددې هېواد د هوايي دفاع سیستمونو په یوه شپه کې د اوکراین ۷۷ بې پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي، په داسې حال کې چې د دواړو اړخونو هوايي بریدونه د جګړې په څلورم کال کې دوام لري.

د روسیې دفاع وزارت خپل تلګرام کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه الوتکې د روسیې د جنوبي او مرکزي سیمو او همدارنګه د کریمیا په اووه بیلابیلو سیمو کې شنډې شوې دي.

د روسیې دفاع وزارت د اوکراین هوايي بریدونو له امله د زیانونو دقیق جزیات ډېر کم خپروي او نږدې هېڅکله د پوځي زیربناوو په ویجاړیدو کې د بریدونو تصدیق نه کوي.