بشري حقوق متحده ایالتونه

د بشر حقونو د څار بنسټ: د ټرمپ د حکومت نوې مهاجرتي پالیسۍ نژادپرستي او تبعیضي ده

د امریکا د کډوالۍ د پولیس عکس

بشر حقونو د څار بنسټ ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تازه د کډوالۍ داسې محدودیتونه وضع کړي چې بنسټ یې د ځانګړو ملتونو پر وړاندې «تنبیهي دښمني» او «ښکاره نژادپرستي» ده.

د دغه بنسټ په وینا، د واشنګټن پرېکړه چې د ۱۹ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ پروسې ودرول شي او د ټولو هېوادونو د پناه‌ غوښتنې روانې دوسیې وځنډول شي، د امنیتي ارزونو پر ځای د سیاسي او تبعیضي انګیزو پر اساس شوې ده.

یاد هېوادونه افغانستان، ایران، سومالیا، سوډان، وینزویلا، یمن، میانمار، لیبیا، کوبا، چاد، بوروندی، لائوس، اریتره، ګینه استوایی، کانګو، سیرالېون، ټوګو، ترکمنستان او هایتي دي.

دا پرېکړه وروسته تر هغه شوې چې د نومبر پر ۲۶مه په واشنګټن ډي‌سي کې د چارواکو په وینا یو افغان پناه‌ غوښتونکي د ملي ګارد پر دوو سرتېرو برید وکړ او یو یې وواژه.

ټرمپ له دې پېښې وروسته اعلان وکړ چې «د دریمې نړۍ د ټولو هېوادونو مهاجرت به تل‌ لپاره بند پاتې کړي» او هغه څرګندونې یې وکړې چې نژادپرستانه بلل شوې دي.

د بشر حقونو د څار بنسټ د امریکا د پروګرام مسؤلې تانیا ګرین،، ویلي: «په دغو ۱۹ هېوادونو کې هېڅ ګډ امنیتي ټکی نشته؛ یوازې د خلکو د زېږېدو ځای د طرد او بدنامۍ په پلمه کارول شوی.»

هغې زیاته کړې چې دا پراخ بدلونونه د امنیت له موضوع سره تړاو نه لري، بلکې هدف یې د تبعیضي سیاستونو پر مخ بیول دي.

بنسټ زیاتوي چې امریکایي چارواکو تر اوسه هېڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی چې د دغو هېوادونو اتباع د نورو په پرتله لوی امنیتي ګواښ جوړوي.

دغه سیاست د ټرمپ د لومړۍ دورې د «مسلمانانو د سفر بندیز» پراخه شوې بڼه بلل شوې ده.

بشر حقونو د څار بنسټ ټینګار کوي چې دا محدودیتونه د امریکا د نړیوالو بشري ژمنو او په ځانګړي ډول د پناه‌ غوښتنې برخې د حق ښکاره سرغړونه ده.