د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل د امریکا د کورني امنیت لخوا د جان شاه صافي نېولو ته غبرګون ښودلی.
رحمت الله نبیل په خپل اېکس پاڼه لیکلي: وروستیو کې دا وضعیت په ښکاره توګه ښيي چې د امریکا استخباراتي ادارې اوس د سیاسي سیالیو تر اغېز لاندې راغلې او په ډېرو برخو کې یې خپل مسلکي تمرکز له لاسه ورکړی دی.
نوموړي ویلي:
«په دې ډول فضا کې د جانداد ځوی «جان شاه صافي» په څېر کسان ځانګړي ښکاري. هغه د افغانستان د ملي امنیت ریاست یو له تر ټولو فعالو او اغېزمنو افسرانو څخه و. د ده فعالیتونه د ترهګرۍ ضد عملیاتو، د تندلارو شبکو د پېژندلو، او د استخباراتي سرچینو په مدیریت کې پراخ شهرت ترلاسه کړی و.»
ښاغلي نبیل لیکلي، چې کونړ کې د جان شاه صافي نفوذ د هغه د پلار، حاجي جانداد خان صافي، له میراث څخه سرچینه اخیسته.
حاجي جانداد د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جهاد کې یو پېژندل شوی قوماندان، د کونړ یو با نفوذه او باوري قومي مشر، د طالبانو او وروسته داعش سخت مخالف و.
د ملي امنیت پخواني مشر په وینا د د جان شاه پلار قوماندان جانداد د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال د احمد شاه مسعود ترڅنګ او همغږۍ سره د طالبانو ضد جګړه کړې وه، چې د صافي کورنۍ ته یې د خلکو ترمنځ اوږدمهاله باور، درناوی او قوي اړیکې ورکړې.
نبیل مخکې لیکلي، چې د همدې تاریخي او ټولنیز نفوذ په کارولو سره، جان شاه صافي وکولای شول د طالبانو په ځینو کړیو، د داعش ډلې او ځینو نورو سیمهییزو ډلو کې مهمې او باوري استخباراتي سرچینې جوړې او مدیریت کړي. دا د یوه استخباراتي افسر د دندې د عادي او ضروري برخې حیثیت لري. د ده هلېځلې د ګواښونو په کشف او د ترهګریزو فعالیتونو په مخنیوي کې خورا اغېزمنې بلل کېدې.
«تر هغه ځایه چې زه خبر یم، کله چې په ۲۰۲۱ کې ننګرهار سقوط شو او د طالبانو لاس ته ولوېد، صافي پلان درلود چې بېرته کونړ ته ستون شي او د پخوا په څېر د طالبانو پر ضد سیمهییز مقاومت پيل کړي. خو د امریکایي ځواکونو له لوري نوموړي ته متوجه امنیتي ګواښونو له امله په ټینګار سره وغوښتل چې له افغانستانه ووځي.»
نوموړي د پوښتنې په ډول ویلي: «ولې د امریکا سیاسي سیالۍ کله ناکله پر هغو کسانو تورونه لګوي چې په رښتیا یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کړې، خو په مقابل کې بېا ځینې موجود خطرناکو ډلو پر وړاندې د توقع خلاف نرمښت چلند ترسره کیږي؟»
د نبیل په باور دغه تضادونه ښيي چې باید دا ډول قضیې د سیاسي او استخباراتي پیچلتیاوو په درک کولو سره په ډېر دقت وڅېړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کورني امنیت مسوولینو واشنګټن کې سپینې ماڼې ته نږدې د جان شاه صافی د نیولو خبر ورکړی وو.
د امریکا کورني امنیت ویلي، چې جان شاه صافی د داعش ډلې سره اړیکې لري او دغه راز یې افغانستان کې خپل پلار ته وسلې ورکړي.
