د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی چې دیرش کلن افغان کډوال محمد داوود الکوزی، او د ټکساس ایالت د فورت ورث اوسېدونکی، د بم جوړولو، د ځانمرګي برید ترسره کولو او د امریکايي وګړو د وژل کېدو په تړاو په فدرالي محکمه کې تورن شوی دی.
د عدلیې وزارت په وینا، که الکوزی په دغو تورونو محکوم شي، ښايي تر پنځو کلونو پورې د زندان سزا ورکړل شي.
یاد وزارت ویلي چې دغه تورونه پر هغو ویډیوګانو مستند دي چې الکوزي په ټولنیزو شبکو اېکس، ټیکټاک او فېسبوک کې خپرې کړې وې.
د امریکا لوی څارنوالې پاملا بونډي ، وویل:
«دغه کس په ښکاره اعلان کړی چې د امریکايي وګړو د وژلو لپاره متحده ایالاتو ته راغلی.
د عامه امنیت ګواښونه چې د تېر حکومت د شالید ارزونې د نیمګړتیاوو له امله رامنځته شوي، د سترګو پټولو وړ نه دي، او عدلیې وزارت به د فدرالي او ایالتي ادارو په همکارۍ د خلکو د ساتنې هڅې ته دوام ورکړي.»
د ټکساس د شمالي ولسوالۍ فدرالي څارنوال رایان ریبولد وویل: «تشدد او د امریکايي وګړو ګواښل د منلو نه دي، او هغه کسان چې د شمالي ټکساس د اوسېدونکو او د عامه امنیت لپاره خطر ګرځي، ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.»
الکوزی تورن شوی چې په یوه ویډیو کې یې له لږ تر لږه دوو نورو کسانو سره په دري ژبه ګواښ کړی چې پر ګډونوالو او امریکایانو به ځانمرګی برید وکړي او په خپل موټر کې به بم جوړ کړي.
هغه همدارنګه د طالبانو پر وړاندې خپلې مینې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې امریکا ته د هغو کسانو د وژل لپاره راغلی چې په همدي خپور شوي ویډیو اړېکه کې حاضر وو.
له دې ټولو سره، د امریکا د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې زیاتوي چې د افبياي او د کورني امنیت وزارت، د فورت ورث له پولیسو او د ټکساس د عامه امنیت وزارت سره په همکارۍ، الکوزی د عامه راپور له ترلاسه کېدو وروسته، د هر ډول تاوتریخوالي تر ترسره کېدو مخکې نیولی دی.
په ډالاس کې د افبياي ځانګړي استازي آر. جوزف روتروک ، وویل:
«دغه نیونه زموږ د ژمنې یوه بېلګه ده چې د هېواد دفاع او د امریکايي خلکو ساتنه یقیني کړو.»
الکوزی دا مهال په توقیف کې دی او د فدرالي محکمې د لومړۍ څېړنې انتظار باسي.
